تازه خبرونه

د کورنيو چارو وزارت: بغلان به ژر له وسله والو مخالفينو پاک شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کورینو چارو وزارت وایي، له پنځلسو ورځو څخه به په کمه موده کې بغلان کې روان عملیات پای ته ورسېږي او تر دې نېټې به ډنډې غوري او نورې سیمې په بشپړ ډول له وسله والو پاکې شي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وایي، بغلان کې روانه جګړه بهرني ترهګر رهبري کوي. په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت وایي، بغلان کې طالبان له ماتې سره مخامخ دي او همدا اوس افغان ځواکونه په څوارلسو ولایتونو کې له کورنیو او بهرنیو ترهګرو سره نښتو کې ښکېل دي.

بغلان کې دا مهال د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ شدیده نښته روانه ده.افغان ځواکونو بغلان کې په شاوخوا یوې میاشتې عملیاتو کې د شهاب الدين ډنډ سیمهکې زیاتره برخې له وسله والو پاکې کړې دي.

امنیتي چارواکي وایي څو پورې یې چې وسله وال مات کړي نه وي، جګړه به دوام ولري. دوی زياتوي بغلان کې د جګړې رهبري بهرني ترهګر په ځانګړې توګه پاکستانیان په غاړه لري.

نجیب دانش د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي:”موږ به په يوه يا دوو اونيو کې په بغلان کې خپل ماموريت پای ته ورسوو، طالبانو ته مو هلته بشپړه ماتې ورکړې.”

په څه باندې یوه لسیزه کې دا لومړی ځل دی چې ژمي کې هم جګړه دوام لري. افغان امنیتي چارواکي وایي، نن سبا په ۱۴ولایتونو کې دا مهال امنیتي ځواکونه له وسله والو سره جګړه کې دي او د بغلان او کندوز عملیاتو کې ډېرې لاسته راوړنې لري.

دولت وزیری د ملي دفاع وزارت ویاند وايي: “تر هغې چې بغلان په بشپړه توګه له طالبانو پاک شوی نه وي، زموږ علميات به ادامه ولري او د بغلان عمليات يوازې تر بغلان پورې اړوند نه دي، په دې معنی چې په بغلان کې د طالبانو ماتې په ټول شمال کې ماتې ده.”

د بغلان په غوري او شهاب الدين سیمو کې د نښتو له امله نږدې لس زره کورنۍ بې ځایه شوې دي. د امنیتي چارواکو په وینا، د بغلان جګړه کې سلګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

 

 

Trending

Exit mobile version