تازه خبرونه

د کورنيو چارو وزارت: په بغلان کې مو د طالبانو سنګرونه له منځه وړي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کورنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې د ډڼد غوري سیمه کې د وسله والو طالبانو زیاتره سنګرونه له منځه تللي او افغان ځواکونه د وسله والو د ځپلو له پاره له ټولو امکاناتو استفاده کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، امنیتي ځواکونه چمتو دي چې د جګړې په موسم کې هم له وسله والو سره پوره مبارزې ته پوره تیاری لري.په همدې حال کې ملي دفاع وزارت وایی، همدا اوس افغان ځواکونه په لسو ولایتونو کې له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

د بغلان ډنډ غوري سیمه کې اوس هم جګړه او تاوتریخوالی دوام لري او د هرې ورځې په تېرېدو سره د جګړې اور تودېږي. افغان ځواکونه وایي، د ډنډغوري په دوولس ورځنیو جګړو کې تر اوسه یوسل او نولس وسله وال وژل شوي او له سلو زیات وسله وال ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاندصدیق صدیقي وايي: “د طالبانو ډېر سنګرونه له منځه وړل شوي، موږ له خپلو ټولو امکاناتو استفاده کوو، څو وکولای شو طالبان مات کړو.”

په وروستیو ۱۴کلونو کې دا لومړی ځل دی چې افغانستان په ژمي کې هم آرام نه پاتې کیږي او افغان ځواکونه په راتلونکي جنګي موسم کې هم ستونزمن ماموریت په مخ کې لري. دغه ځواکونه وایي، له طالبانو سره د مقابلې له پاره روان جنګي موسم کې هم بشپړ تیاری لري.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیالدولت وزیری وايي: “موږ په اوس ورځو کې له طالبانو سره په لسو ولايتونو کې په جګړه بوخت يو او دا عملیات به ادامه ولري.”

خو بغلان کې باور دا دی چې د ډنډ غوري سیمه کې د تفاهم لیک لاسلیک د طالبانو د پیاوړتیا سبب شو او باید د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر چې دغه تفاهم لیک کې یې لاسلیک کړی، محاکمې ته را وکاږل شي.

د بغلان د ولایتي شورا غړی محمد ظریف ظریف وايي: “که د قومونو او سرحدونو وزير ګلاب منګل تفاهم ليک نه وای لاسلیک کړی نن ورځ به بغلان داسې يوه حالت ته نه رسېده، نو له همدې امله بايد چې د قومونو او قبایلو وزير څارنوالۍ ته معرفي شي.”

افغان ځواکونه له سخت وضعیت سره مخامخ دي، ناټو هم باور لري چې که افغان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل له پاره هوکړې ته ونه رسېږي، راتلونکی پسرلی به له تېرو کلونو هم خونړی وي.

Trending

Exit mobile version