تازه خبرونه

د کورنيو چارو وزارت چارسمبالي د ازبکستان پلاوي ته امنیتي ډاډ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۳, ۱۴۰۲)

کورنیو چارو وزارت په ایکس پاڼه کې لیکلي؛  تېره ورځ د کورنيو چارو وزارت چارسمالي سراج الدین حقاني د ازبکستان بهرنیو چارو د وزیر بختیار سعیدوف ادیلوویچ پر مشرۍ راغلي پلاوي سره وکتل.

د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ سراج الدین حقاني په دې لیدنه کې د امنیتي ډاډ څرګندولو تر څنګ د دواړو هېوادونو د تاریخي او کلتوري اړېکو پر پیاوړتیا او ښه ګاونډیتوب ټینګار وکړ.

د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د امنیت او مخدره توکو پر وړاندې د اسلامي امارت بريالۍ هڅې وستایلې او اړوند هڅې یې د سيمې ثبات ته ارزښتمنې وارزولې.

ویل کیږي، چې دواړو هېوادونو د سیمې ثبات د اقتصادي پروژو د پیل او دوام لپاره اړين بللی دی.

ویل کیږي، چې دغه ازبکستاني پلاوي د اسلامي امارت چارواکو ته په سوداګریزو او کاني برخو کې پر پانګونه د هر اړخیزو همکاریو ډاډ هم څرګند کړی دی.

Trending

Exit mobile version