تازه خبرونه

د کورنیو تولیداتو او صنایعو د نندارې لپاره ځانګړی ځای نلرو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په تېرو لس کلو نو کې د کورنیو تولیداتو او صنایعو د نندارې  لپاره له ځانګړي ځای برخمن نشو.

د سوداګرۍ او صنایعو خوني مسوولین  وايي، له تېرو لس کلونو راهیسې د سوداګرۍ  وزارت  ته  وړاندیزونه کوو، چې  د کورنيو تو لیدا تو د نندارې لپاره یو ځای وټاکي.

د سوداګرۍ او صنایعو خوني مرستیال باز محمد افسرزی وايي، د وزارت مسوولین نندارتونو نه په مجللو هوټلونو کي نیسې او دغرفو کرايه هم شخصی جیبونوته ځي.

هغه زیاتوي،ي سره له دې، چې ځمکه او ټول امکانات شته؛ خو د سوداګرۍ  وزارت په  دې  برخه کې هیڅ کار نکوي.

د نوموړي په وینا؛ په کابل نندارې کې په جریبو نو ځمکه د نندارتون د جوړولو لپاره غوره شوې؛ خو ګټه ترې نه پورته کیږي؛ ځکه، چې وزارت  ملي ګټو پسې نه ګرځي.

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، که دولت د تولیداتو  وده وغواړي؛ باید کورنیو تو لیداتو ته نندارتونځی جوړ او ګټه ترې پورته کړي.

د اقتصادي چارو کارپوهه  آذر بانو وایي، د کورني تو لید د ودې او پراختیا لپاره باید د سوداګرۍ وزارت ډېر ټینګار پر  نندارتونو نو وکړي؛ هغه که په ولایتو نو کې وي او که په مرکز کي باید زیاد شي، چې خلک له کورنیو تو لیداتو سره بلد شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال قربان حقجو وايي، په ځلو نو يي د دغه ستونزي د حل هڅه کړې؛ خو بریالي شوي نه يو.  په روان کال کې به دا ستو نزه حل شي.

د نوموړي په وینا؛ له چین هېواد سره مو خبري  پیل کړي، چې دا ستونزه را ته  حل کړي او په دې بهیر به پنځوس میلیو ن دالر لګښت راشي.

هغه زیاتوي، دغه نندارتون به په نړیوال ستندر جوړ شي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version