تازه خبرونه
د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو په ټاکنه او ردولو کې د جرګې مافیايي کړۍ لاس لري
دولسي جرګې یو شمیر غړي وایي چې د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو په ټاکنه او ردولو کې د جرګې هغه مافیايي کړۍ لاس لري چې په دغو وزارتونو کې د تړونونو د تر لاسه کولو او نورو شخصي ګټو په لټه کې دي.
دوی وايي همدا کړۍ دي چې په جرګه کې د وزیرانو استیضاح او استجواب ته زمینه برابروي.
د ولسي جرګې اداری پلاوي وايي چې تر اوسه د کورنیو چارو وزیر د استیضاح لپاره ۶۳ لاسلیکونه راټول شوي او په راتلونکې کې به استیضاح شي.
شکریه بارکزي ولسي جرګه – کابل:
“د کورنیو چارو وزیر په یوازي سیستم نشي جوړولای؛ ځکه مافیایي سیستم دی. هغه څوک چې ډیرې وسلې لري، ډیر قدرت هم لري او هغه کسان چې ډیرې پیسي لري د خپلو کټو او د قراردادونو د ترلاسه کولو په موخه د استیضاح لپاره زمینه جوړي؛ حیف دی چې پارلمان مسلکي کسان کار ته نه پریږدي.“
حبیبه دانش ولسي جرګه – تخار:
“د وکیلانو تر منځ د هیواد ګټې مهمې دي؛ د کورنیو چارو په وزرات کي وړتیا نشته، د استخباراتو په برخه کې ستونزې لري، ترهګر نشي افشا کولای او د کورنیو چار وزیر لخوا یو شمیر سلیقوي ګمارنې هم پیل شوي دي.“
همدا اوس په ولسي جرګه کې د کورنیو چارو د وزیر د استیضاح لپاره دری شپیته لاسلیکونه رټول شوي دي؛خو لا څرګنده نده چې د کورنیو چارو وزیر به کله استیضاح شي.
د ولسي جرګې منشي عبدالرووف انعامی:
“دا د شورا دنده ده چې د استیضاح له لاری پر دوی فشار واچوي تر څو د ستونزو په اړه وضاحت ورکړي؛ خو د جلریز مسله د کورنیو چارو د وزیرد استیضاح لپاره زمینه مساعد ه کړې ده.“
د امنیتی وضعیت په اړه اندیښنی په داسي حال کې مخ په زیاتیدو دي چې ولسي جرګې په دي وروستیو ورځو کې د ملي دفاع وزارت ته کاندید معصوم ستانکزی ته د باور رایه ورنکړه او اوس د کورنیو چارو وزیرد استیضاح لپاره امضا ګاني راټولي شوي دي.
خبریال: عبدالعزیز کریمي