سیمه ییز خبرونه

د کورنیو چارو د وزارت د دیارلسو منسوبینو دندې ځنډېدلې دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كورنيو چارو وزارت تازه د يوه احتياطي جنرال او دوو سرتېرو دندې د ولسمشريزو ټاكنو د كانديدانو په ټاكنيزو مبارزو كې د ګډون له كبله ځنډولې دي.

څلور ورځې ولسمشريزو ټاكنو ته پاتې دي. امنيتي بنسټونه وايي، چې د ټاكنو د امنيت لپاره يې جدي تدابير نيولي او چا ته به اجازه ورنكړي، چې ټاكنې ګډې وډې كړي.

د كورنيو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي، په ټاكنو كې د امنيتي بنسټونو د بې پريوالي د اصل د ساتنې په نيت د خپل وزارت د ديارلسو منسوبينو دندې ځنډولې دي.

نوموړی د ټاكنو په ورځ د ډاډمن امنيت د خونديتوب ډاډ وركوي او له خلكو غواړي، چې په ټاكنو كې پراخ ګډون وكړي.

د ټاكنو ورځې په ورنږدې كېدو او د هرې ورځې په تېرېدو امنيتي تدابير سختېږي.

Trending

Exit mobile version