تازه خبرونه
د کورنیو چارو وزارت د بې پامۍ له کبله جلریز ولسوالي سقوط شوې
د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ امنیه قومندان مجیب الله امیني ویلي، چې دا ولسوالي درې ورځې طالبانو کلابند کړې وه او کورنیو چارو وزارت هم ترې ښه خبر و.
د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ له سقوط وروسته؛ د دې ولسوالۍ امنیه قومندان په یوه غږیز پیغام کې په ډاګه کړې، چې دا ولسوالي د کورنیو چارو وزارت د بې پامۍ له کبله سقوط شوې ده.
د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ امنیه قومندان مجیب الله امینی وایي، چې درې ورځې د طالبانو له لوري کلابند وو او د کورنیو چارو وزارت له چارسمبالي څخه مو پدې اړه د مرستې غوښتنه کړې؛ خو منفي ځواب یې ترلاسه کړی دی.
له دې وړاندې د میدان وردګ نرخ ولسوالي هم له څو ورځۍ کلابندۍ وروسته سقوط شوې وه.
د کورنیو چارو وزارت که څه هم وایي، چې افغان ځواکونو تکتیکي شاتګ کړی دی.
په ولسي جرګه کې د خلکو استازي همایون شهید زاده څرګندوي، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو بې پامي د منلو وړ نده.
دفاع وزارت ډاډ څرګند کړی، چې د جلریز ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره یې عملیات پيل کړي دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي ویلي، چې د جلریز ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره عملیات پيل شوي او په دې عملیاتو کې طالبانو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
د میدان وردګ ولایتي شورا مرستیال محمد سردار وایي، چې اوس هم په دې ولسوالۍ کې عملیات پیل شوي ندي او طالبان پر یاده ولسوالۍ واکمني کوي.
د یادونې ده، چې د ولسي جرګې غړي د افغان ځواکونو پرلپسې تکتیکي شاتګونه هم د سرتېرو د تلفاتو او هم د پوځي وسایلو د له منځه تلو لامل شوی دی.