تازه خبرونه
د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرستیالۍ یوه پلاوي انډونیزیا ته سفر وکړ
په دې پلاوي کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د مرستیالۍ یو شمېر رییسان او همدارنګه د عامې روغتیا وزارت چارواکي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د دفتر د مشر حسیب الله احمدي پر مشرۍ یو اته کسیز پلاوی د انډونیزیا پلازمینې جاکارتا ته روان شو.
په دې پلاوي کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د مرستیالۍ یو شمېر رییسان او همدارنګه د عامې روغتیا وزارت چارواکي دي.
دا سفر په کابل کې د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو د دفتر پر رسمي بلنه او د جاپان پر مالي ملاتړ ترسره کیږي.
د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ پلاوی به په هغه غونډه کې ګډون وکړي، چې موخه یې د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه او د روږدو کسانو د درملنې په اړه د همکارۍ پیاوړتیا ده.