تازه خبرونه
د کورنیو چارو وزارت د کوکنارو د کښت د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
یاد وزارت ویلي، چې په ۲۰۲۶ز.کال کې یې له ۲۳ زره هکټارو څخه زیاته ځمکه د نشهیي توکو له کښت څخه پاکه کړې او د ارزونو له مخې یې په هېواد کې د کوکنارو کښت نږدې صفر ته رسېدلی دی.
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر تازه راپور رد کړی او د دغه راپور د ارزونې پر کړنلارې یې نیوکه کړې ده.
یاد وزارت ویلي، چې په ۲۰۲۶ز.کال کې یې له ۲۳ زره هکټارو څخه زیاته ځمکه د نشهیي توکو له کښت څخه پاکه کړې او د ارزونو له مخې یې په هېواد کې د کوکنارو کښت نږدې صفر ته رسېدلی دی.
د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت په ۲۰۲۶ز.کال کې تر ۳۰۰ سلنې ډېر زیات شوی او څه باندې ۴۳ زره هکټاره ځمکې ته رسېدلی دی. په داسې حال کې، چې دغه کچه تېر کال شاوخوا ۱۰ زره هکټاره وه.
د یاد دفتر د«۲۰۲۶ز. کال لپاره د افغانستان د تریاکو د وضعیت ارزونې» د راپور له مخې؛ د تریاکو تولید هم نږدې ۴۰۰ سلنه زیات شوی او په ۲۰۲۵ز.کال کې له نږدې ۳۰۰ ټنو څخه په روان کال کې شاوخوا یو زر او ۵۰۰ ټنو ته رسېدلی دی.
راپور ښيي، چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت مرکز شمالختیځو ولایتونو ته لېږدول شوی او د کښت شاوخوا ۷۶ سلنه ځمکه په همدې سیمه کې ده.
بدخشان او تخار د کوکنارو د کښت له مهمو مرکزونو څخه بلل شوي دي.
د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې؛ په ۲۰۲۶ز. کال کې د ۱۶ ولایتونو د کوکنارو کښت ثبت شوی، چې د تېر کال پر پرتله پنځه ولایتونه زیاتوالی ښيي.
د ملګرو ملتونو دغه دفتر د بزګرانو اقتصادي ستونزې او د بدیل عاید د فرصتونو محدودیت د کوکنارو د کښت د بیا زیاتېدا اصلي لاملونه بللي او خبرداری یې ورکړی، چې له بزګرانو څخه له دوامدار ملاتړ پرته به د دغه بوټي د کښت مخنیوی ستونزمن وي.
په راپور کې راغلي، چې د وچو تریاکو د هر کیلوګرام منځنۍ بیه په ۲۰۲۵ز.کال کې له شاوخوا ۵۷۰ ډالرو څخه په روان کال کې ۵۰۰ ډالرو ته راټیټه شوې؛ خو اوس هم د نشهیي توکو پر سراسري بندیز د لګېدو له مخکینۍ کچې څخه د پام وړ لوړه ده.
ملګرو ملتونو زیاته کړې؛ په افغانستان کې د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید، سره له دې زیاتوالي، اوس هم د بندیز له لګېدا مخکې کچې ته نهدي رسېدلي. هغه مهال څه باندې ۲۰۰ زره هکټاره ځمکه د کوکنارو تر کښت لاندې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت ویلي وه؛ د کوکنارو کښت، پلور او قاچاق د افغانستان له پولو بهر ته لېږدېدلی دی.