تازه خبرونه

د کورنیو چارو وزارت مرستیال له خپلو ځانګړیو ځواکونو سره د طالبانو د ځپلیو لپاره هرات ته رسیدلی

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۰, ۱۴۰۰)

کورنیو چارو وزارت ویلي؛ نن یکشنبه د زمري ۱۰ د دې وزارت مرستیال عبدالرحمن رحمان د پولیسو له ځانګړیو ځواکونو سره هرات ولایت ته رسیدلی، چې د روانو بریدونو مخه ونیسي او وسلوال طالبان وځپل شي.

ټاکل شوې، چې عبدالرحمن رحمان به د وسلوالو طالبانو د ځپلیو لپاره پراخ عملیات پیل او تر سره کړي.

کورنیو چارو وزارتمرستیال عبدالرحمن رحمان ویلي: مونږ د هرات ټولو خلکو ته ډاډ ورکوو، چې مونږ به د هغو جنایتکارانو په پاکولو کې پرېکنده عمل وکړو، چې د هرات د خلکو امنیت یې ګډوډ کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د سیمه ییزو او امنیتي چارواکو په ګډون به د ولسي پاڅونکوونکیو له استازیو سره هم وګوري، چې شته ستونزې حل شي.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال په داسې حال کې هرات ته سفر کړی، چې تېره شپه  د ولسي جرګې د مشر میر رحمان رحماني په کور کې یو شمېر امنیتي، جهادي او سیاسي مشرانو د هېواد او په ځانګړي توګه د هرات پر امنیتي حالاتو یوه بېړنۍ ناسته تر سره او پرېکړه وشوه، چې امیر صاحب اسمعیل خان دې د هرات والي او د پوځي شورا مشر وټاکل شي.

په دې ناسته کې وړاندیز وشو، چې امیر صاحب اسمعیل خان دې د هرات والي او د پوځي شورا مشر شي، ګلبدین الکوزی د قول اردو د قومندان، سید نصیر علوی د ملي امنیت د مشر او شیرآقا الکوزی دې د امنیه قومندان په توګه وټاکل شي.

دغه راز ګډونوالو غوښتنه وکړه، چې ولسي پاڅونوال دې پوره تجهیز او د ملي امنیتي ځواکونو اړوند نیمګړتیاوو ته دې هم پاملرنه وشي.

دغه راز د ناستې ګډونوالو پر دښمن د هوایي بریدونو د ډېرېدو او د هرات ولایت هوایي ځواک ته د ام ډي ـ ۵۳۰، ای ـ۲۹ او بلاک هاک الوتکو پر ورکولو ټينګار شو.

د ولسي جرګې غړي حبیب الرحمن پدرام زیاته کړې: په دې ناسته کې د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني،  د پخلاینې عالی شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني، خالد نور، د پارلمان غړيو، یو شمېر مشرانو، ما او کبرزاني ګډون کړی و.

له دې مخکې په هرات کې ځایي چارواکو ویلي وه، چې د هرات ښار د نیولو لپاره د طالبانو پلان شنډ شوی دی.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ طالبانو د تېرې جمعې پر ورځ د هرات پر ګذره ولسوالۍ برید پیل کړ او هڅه یې وکړه، چې د دې ولسوالۍ پر نیولو هرات ښار ته ننوځي.

سیمه ییز چارواکي ادعا کوي، چې د نښتو په ترڅ کې ۲۰۰ طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

طالبانو هم د خپلو بریدونو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې افغان ځواکونو ته یې هم مرګ ژوبله اړولې ده.

Trending

Exit mobile version