Connect with us

تازه خبرونه

د کورنیو چارو وزارت ټولې چارې د سټراټیژیک پلان له مخې تنظیم او اداره کیږي – چارواکي

دوی دا هم ویلي، چې تېر کال د هېواد په هوايي ډګرونو کې د ۱۹۵۰ زره ډالرو، ۸۴۵ زره یورو، ۴۸۳۰ زره سعودي ریالونو او سل زره درهمو د قاچاق مخه نیول شوې ده. دغه راز ۳۴۴ کیلو ګرامه نشه‌يي توکي، له یو کیلو ګرامه زیات سره زر هم کشف او ترلاسه شوي، چې پر تړاو یې ۵۹۱ کسان هم نیول شوي دي.

خپور شوی

د

د کورنیو چارو وزارت چارواکو د سې شنبې پر ورځ ( د وږي شپږمه) د تېر یوه کال د لاسته راوړنو د وړاندې کولو په خبري غونډه کې ویلي، چې اوس د دغه وزارت ټولې چارې د سټراتیژیک پلان له مخې تنظیم او اداره کېږي.

دې چارواکو دا هم ویلي، چې له څلور لسیزو وروسته افغانستان د لومړي ځل لپاره د ټولیز امنیت شاهد دی؛ خلک په ډاډمنه فضا کې ژوند کوي او له یوه ولایت څخه بل ته اسانه تګ راتګ لري.

دوی زیاته کړې، چې د امنیت او عامه نظم د تامین لپاره د اسلامي امارت د رهبر فرمانونه، د محاکمو پرېکړې او د وزارت د رهبرۍ سپارښتنې پخپل وخت عملي شوي دي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ د هېواد د امنیتي ځواکونو د هڅو په پایله کې د جرمونو کچه ۳۰ سلنه راټیټه شوې ده.

دې چارواکو ويلي؛ په تېر یوه کال کې د انسان تښتونې ۳۸ پېښې ثبت شوي او امنیتي ځواکونو د سړي تښتوونکیو پر وړاندې ۲۵۰ عملیات کړي دي.

دې چارواکو زیاته کړې، چې د تېر کال په اوږدو کې د ملي پولیسو د پرله‌پسې هلوځلو په پایله کې سرتاسري امنیت رامنځته شوی؛ سترې دیني، ملي او ځانګړې غونډې جوړې شوي، چې ګڼ‌شمېر خلکو په کې ډاډه ګډون کړی دی.

دوى ویلي؛ د اقتصادي او پراختيايي پروژو د امنيت ټينګښت، د پانګونې لپاره د زمينې برابرول، د هېواد د سرحدي کرښو ارزول او ثبتول، خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول او متوازن انکشاف د تېر کال مهمې لاسته راوړنې دي. په تېر یوه کال کې د ملي پولیسو له‌خوا ۷۰ بېخبنایي پروژې خوندي شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي؛ د امنیتي ځواکونو د مسلکي کېدو او پیاوړتیا په برخه کې اساسي ګامونه پورته شوي، د ملي پولیسو تعلیمي مرکزونه نور هم تجهیز شوي او ملي پولیس اوس د دې وړتیا لري، چې د ترهګرو هر ډول شومې موخې او پلانونه شنډ کړي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په تېر کال کې ۴۵۰ تنه زده‌کړیالان له کمیسون او خدمتي پروګرامونو څخه د لیسانس پر کچه فارغ شوي، چې ۶۷۳ یې د ښځینه کټګورۍ څخه ۳۲۵ یې د ظرفیت لوړونې په پروګرامونو کې برخه اخیستې ده. غه راز یوشمېر خلکو اساسي، تخصصي او د ساتنې زده‌کړې بشپړې کړې او اوس ۳۲ زره نور کسان پر زده‌کړو بوخت دي.

د تېر یوه کال په لړ کې ۲۰ زره ۵۱۵ کسان د افسرانو په پوستونو او ۱۵ زره ۶۰۰ کسان په نظامي پوستونو ګومارل شوي او ۳۵ زره ۵۸۴ سرتېري استخدام شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي؛ د اسلامي امارت د رهبر د فرمان له صادرېدو سره د نشه‌يي توکو د کښت، تولید، قاچاق او کارونې د مخنیوي لپاره بشپړې هڅې شوي او د دې پدېدې له منځه وړل صفر ته نږدې شوی دی. دغه راز په هېواد کې د کوکنارو کروندې له منځه وړل شوي، پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو درملنه شوې او د دې پدېدې له عاملينو سره جدي او قانوني چلند شوى دى.

چارواکي وايي، په تېر کال کې ۳ زره ۶۴۳ ټنه نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه شوي، د نشه‌يي توکو د تولید او پروسس ۷۹۰ کارخونې، د الکولي مشروباتو او نشه‌يي توکو ټابلیټونه له منځه وړل شوي، ۱۰ زره ۵۶۴ شکمن کسان نیول شوي، ۲۷ زره ۸۹۱ روږدي کسان د درملنې مرکزونو ته لېږدول شوي او ۱۷۵ زره کسان د نشه‌يي توکو د قاچاق پر تور نیول شوي او ۱۷ زره ۶۵۱ هکټاره ځمکې د کوکنارو له کښت څخه پاکې شوې دي.

دوی دا هم ویلي، چې تېر کال د هېواد په هوايي ډګرونو کې د ۱۹۵۰ زره ډالرو، ۸۴۵ زره یورو، ۴۸۳۰ زره سعودي ریالونو او سل زره درهمو د قاچاق مخه نیول شوې ده. دغه راز ۳۴۴ کیلو ګرامه نشه‌يي توکي، له یو کیلو ګرامه زیات سره زر هم کشف او ترلاسه شوي، چې پر تړاو یې ۵۹۱ کسان هم نیول شوي دي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ د خدمتونو وړاندې کول لکه د پاسپورټونو او ټرافیکي اسنادو وېش، د طبیعي پېښو له قربانیانو سره د چلند، د جرمونو د کچې راټیټول او د وسلو او وسایطو د لېږد قانوني کول په تېر یوه کال کې د دغه وزارت له مهمو کارونو څخه دي. د تېر کال په اوږدو کې ټولټال ۱۷۴۵۰۰۰ پاسپورټونه غوښتونکیو ته وېشل شوي دي. پر دې سربېره ۵۰۰ زره موټر په سیسټم کې ثبت شوي، چې ۲۵۰ زره لنډمهالي لایسنس پلیټونه وېشل شوي او د لنډمهالي جواز پلیټونو د وېش لړۍ اوس هم روانه ده.

د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ تېر کال د اسلامي امارت د رهبري پلاوي پر مشرۍ د مرکزي او ولایتي ادارې د مسوولانو ترمنځ د ستونزو د څېړلو، د سیمه‌ییزې حکومتوالۍ د پیاوړتیا، د غوره خدمتونو د وړاندې کولو، له خلکو سره اړینه همغږي او د خلکو د ډاډمن امنیت لپاره د همغږۍ غونډې جوړې شوې دي.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!