سیمه ییز خبرونه
د کورنیو چارو وزير د بوختياو له امله د مشرانو جرګی غونډی ته حاضر نشو
مشرانو جرګې په هېواد كې د ناامنيو په پراختيا اندېښه ښكاره كړه. د مشرانو جرګې غړي وايي، كورنيو او بهرنيو وسله والو مخالفينو هېواد كې خپل فعاليتونه زيات كړي او خلك يي له ستونزو سره مخامخ كړي دي.
د مشرانو جرګې د سې شنبې د ورځې ( د غویي نهمه ) عمومي غونډه كې د هېواد پر ناكراريو بحث وشو.
د مشرانو جرګې غړي خالقداد بلاغي او رفیع الله حیدري وايي، كورنيو او بهرنيو وسله والو په دې وروستيو كې خپلو فعاليتونو ته زور وركړى او امنيتي بنسټونه بايد د پولو ساتنه سخته كړي، څو د ګاونډيو هېوادونو لاسوهنې بندې او هېواد ته د نامسئوله وسله والو تګ راتګ بند شي.
مشرانو جرګې د كورنيو چارو وزير او د ملي امنيت سرپرست خپلې غونډې ته ور بللی وو، خو هغوی د بوختياو له امله جرګې ته حاضر نه شول.
د مشرانو جرګې لومړى مرستيال محمد علم ایزدیار وايي، چې په هېواد كې د ناامنيو پېښو ته په كتو سره اړوند چارواكي به راتلونكې غونډې ته وبولي.
مشرانو جرګه په داسې حال کی په هېواد كې د ناامنيو پر زياتوالي اندېښنه ښيي، چې په دې وروستيو كې ګڼ شمېر كورنيو او بهرنيو وسله والو د پکتيکا د زېړوک ولسوالۍ په امنيتي پوستو بريدونه وکړل، چې د افغان امنيتي ځواكونو په متقابل بريد کې۴۳ تنه وسله وال وژل شوي دي.