تازه خبرونه
د کورنیو چارو وزیر د هېواد څلور ولایتونو ته په سفرو کې پر بیارغونه او پرمختګ ټینګار وکړ
د خلیفه حقاني د سفر پر مهال د غزني په شلګر ولسوالۍ کې د نورالمدارس مدرسې د زدهکوونکو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ، چې له بېلابېلو څانګو څخه یې څه باندې ۴۰۰ زدهکوونکو د فراغت اسناد ترلاسه کړل.
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني غزني، پکتیکا، پکتیا او میدان وردګو ولایتونو ته د سفر پر مهال له سیمهییزو مسوولانو، مجاهدینو، علماوو، قومي مخورو او ولسي وګړو سره لیدلي او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اورېدلې دي.
د خلیفه حقاني د سفر پر مهال د غزني په شلګر ولسوالۍ کې د نورالمدارس مدرسې د زدهکوونکو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ، چې له بېلابېلو څانګو څخه یې څه باندې ۴۰۰ زدهکوونکو د فراغت اسناد ترلاسه کړل.
نوموړي د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې له قومي مخورو او سپینږیرو سره هم لیدلي او د سیمې د اوسېدونکو د قربانیو او زغم ستاینه یې کړې ده.
هغه همداراز د بهبود کلا له لومړني ښوونځي او د جنډې سیمې د شهید مسلم له دارالایتام څخه لیدنه کړې او د زدهکړو او روزنې بهیر یې ارزولی دی.
د سفر پر مهال یې د غزني په مقر ولسوالۍ کې د یوه مجاهد له کورنۍ سره هم لیدلي او د هغوی د وفات شوي غړي لپاره یې فاتحه لوستې ده.
د کورنیو چارو وزیر په پکتیکا کې له مجاهدینو، قومي مخورو او ولسي وګړو سره په لیدنه کې د هېواد پر بیارغونې او پرمختګ ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د جګړو او وینې تویېدو دوره پای ته رسېدلې او اوس د هېواد د آبادۍ وخت دی.
هغه د پکتیکا له ملکي او نظامي مسوولانو سره په لیدنه کې د دې ولایت پر اداري، امنیتي او خدماتي وضعیت او شته ستونزو خبرې کړي او د مسوولیتونو د سمې ادا کولو او د نظام د پیاوړتیا په اړه یې ورته سپارښتنې کړې دي.
حقاني په پکتیکا کې له معلولانو سره هم لیدلي، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اورېدلې او د همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.
نوموړي د سفر په بله برخه کې پکتیا ولایت ته تللی او د ګردې څېړۍ ولسوالۍ په یوه سیمه کې یې د یوې کورنۍ د وفات شوي غړي لپاره فاتحه لوستې ده. هغه په همدې سیمه کې له قومي مخورو سره هم لیدلي دي.
د دغه سفر وروستی تمځای میدان وردګ ولایت و، چې د کورنیو چارو وزیر د دغه ولایت تنګي درې ته تللی او هلته یې هم فاتحهخواني کړې ده.
خلیفه سراجالدین حقاني د څلور ولایتونو د سفر له بشپړولو وروسته بېرته کابل ته راستون شوی دی.