تازه خبرونه

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي په رسمي توګه دنده پیل کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي یوالي د حکومت اجرایي رییسد ښاغلي علومي د دندې د پیل په مراسمو کې له هغه څخه وغوښتل چې د حالاتو د کابو کولو او امنیت د ټینګښت لپاره جدي ګامونه اوچت کړي.

د کورنیو چارو وزیر وویل چې د امنیت ټينګښت، د قانون واکمني او فساد سره مبارزه د ده د چارو په لومړیتوبونو کې دي.

نورالحق علومي د کورنیو چارو وزارت دندې ته په داسې حال کې اوږه ورکوي او رسما يې پیلوي چې په هیواد کې د جګړې پیټې تر ډيره د پولیسو په اوږو بار دی.

د ښاغلي علومي د دندې د پیل په مراسمو کې د ملي یوالي د حکومت اجرايي رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وایي چې حکومت د قانون واکمنۍ او اصلاحاتو ته ژمن دی.

هغه د افغان سرتیرو سرښندنې و ستایلې؛ خو زیاته يې کړه چې په چارو کې د شته نیمګړتیاوو د حل لپاره باید جدي پاملرنه وشي.

عبدالله عبدالله د ملی یوالی د حکومت اجرایوی رییس:

“د ملي يوالي حكومت ستاسو په همكاري د ريفورم او اصلاحاتو چي د برياليتوبونو لامل، دي ملاتړ كوي. د افغانستان امنيتي مسايل كورني او بهرني عوامل لري چې د سمون لپاره يي بايد ډير كار وشي؛ ځكه چې د خلكو د امنيت د قانون په پلي كيدو سره مثبت رول لري.

د کورنیو چارو وزیر وویل چې د امنیت د ټینګښت لپاره به نوې کړنلاره او نوې ستراتیژي جوړه کړي او احتیاط افسران به په دندو وګوماري.

هغه زیاته کړه چې هغه مصلحتونه به ونه ومني چې د پولیسو په کدر ناوړه اغیز کوي.

د كورنيو چارو وزير نورالحق علومي د ولسي جرګې څخه د ۱۳۱ د رايو په ترلاسه كولو دغه وزارت ته بریالی شو.

خبریال: بدالعزیز کریمی

Trending

Exit mobile version