تازه خبرونه
د کولرا له خطر سره مخ په زرګونه زلزله ځپلي پاکې اوبه او خوراکي توکي غواړي
روغتیا وزارت د یکشنبې پر ورځ په پکتیکا او خوست کې له مرګونې زلزلې وروسته د کولرا ناروغۍ په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنې تائید کړې او وایي، چې په زرګونه اغېزمن خلک پاکو اوبو او خواړو ته اړتیا لري.
د تېرې چارشنبې په زلزله کې لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسان وژل شوي، دوه زره ټپیان دي او لس زره کورونه له منځه تللي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) خبرداری ورکړی، چې په دې زلزله کې د کولرا خپرېدل د ځانګړې او جدي اندېښنې وړ دي.
د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان رویټرز ته ویلي، خلک خوراکي توکو او پاکو اوبو ته سخته اړتیا لري.
هغه زیاته کړې، چې چارواکو د اوس لپاره درمل سمبال کړي؛ خو د هغو کسانو سمبالول به یوه ننګونه وي، چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي دي.
هغه زیاته کړې: مونږ له نړيوالې ټولنې، خلکو او بشردوستانه موسسو څخه غواړو، چې د خوراکي توکو او درملو په برخه کې له مونږ سره مرسته وکړي، ښايي ژوندي پاتې شوي کسان پر ناروغيو اخته شي؛ ځکه، چې د ژوند کولو لپاره مناسب کورونه او سرپناه نلري.
ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو اغېزمنو سیمو ته مرستې رسولي او په راتلونکیو ورځو کې به نورې مرستې هم ورورسيږي.
د تېرې سې شنبې د شپې زلزله د یوه لوی ناورین په توګه د اسلامي امارت لپاره یوه لویه آزموینه ده؛ خو
له زرګونه افغانانو سره مرسته هم د هغو هېوادونو لپاره یوه ستونزه ده، چې د افغانستان پر دولتي ادارو او بانکونو یې بندیزونه لګولي او مستقیمې مرستې یې پرې بندې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان د بانکي ستونزې د حل ژمنه کړې ده.