نړۍ

د کولمبیا په امازون ځنګله کې د الوتکې له لوېدو ۴۰ ورځې وروسته ۴ ماشومان ژوندي وموندل شول

Published

on

د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پېترو د کولمبیا په امازون ځنګله کې د الوتکې له غورزېدو ۴۰ ورځې وروسته د ۴ ماشومانو ژوندي موندل کېدل د  ټول هېواد لپاره د خوښۍ یوه ‘جادويي ورځ’ یاده کړې ده.

هغه ویلي؛ دوی یوازې ول، پخپله یې د ځان ژغورنې داسې یوه بېلګه ټینګه کړی، چې په تاریخ کې به تلپاتې وي.

ولسمشر پېترو د هغې شېبې یو عکس هم خپور کړی، چې پوځیانو او ځايي اوسېدونکیو په امازون ځنګل کې دغه ماشومان موندلي دي.‌

دوی وروسته د هوا له لارې پلازمېنې بوګوتا ته لېږدول شوي او هلته یې په یوه روغتون کې درملنه پیل شوې ده.

ولسمشر پېترو دا هم ویلي، چې دغه ماشومان دمګړۍ تر روغتیايي پاملرنې لاندې.

دغو ماشومانو له خپلې مور سره په سېسنا ۲۰۶ الوتکه کې سفر کاوه، چې ماشین یې په هوا کې ستونزه پیدا کړه.

دوی د امازوناس ولایت له اراراکوارا – سن خوزې دېل ګواویار ته روان ول.

د اووه کسانو په لېږدوونکې دې الوتکه کې، چې د درې هغو مړي په الوتکه کې موندل شوي؛ د دریو نجونو او یو هلک په ګډون ۴ کسان ژوندي پاتې دي.

د دوی نیکه نارسیزو موکوټی خبریالانو ته ویلي، چې هغه د دوی د ژغورلو له زیري خوښ دی.

هغه وایي: زه په ځنګل کې د دوی له تریتم کېدو خبروم؛ خو له دې زیري زه ډېر خوشحاله شوم.

په دوی کې تر ټولو مشر ۱۳ او کوچنی یو کلن دی. پاتې دوه نهه او څلور کاله عمرونه لري.

د دوی لېږدونکې کوچنۍ الوتکه د مې میاشتې پر لومړۍ نېټه غورځېدلې وه، چې دوه پیلوتان او مور یې په کې وژل شوي وه.

له دې پېښې وروسته د پوځ لسګونه سرتېرو او ځايي اوسېدونکیو د دغو ماشومانو لټون کاوه.

پوځ د پېښې په ځای کې د درې لویانو مړي موندلي وه او داسې برېښېدله، چې ماشومان له غورزېدلې الوتکې ژوندي وتلي او‌ د مرستې په لټه کې دي.

دوی د لټون د عملیاتو پر مهال د ماشومانو د اوبو بوتل، بیاتي، لنډمهالې سرپناه او د ماشوم د پل په څېر بېلابېلې نښې موندلې وې.

دغو نښو نښانو وښودله، چې ماشومان ژوندي دي؛ خو دا ځنګل د پړانګانو، مارانو او نورو ښکاري ژویو کور هم دی؛ خو دغه ماشومان په ځنګله کې د ژوندي پاتې کېدو او له ځنګلي میوو د کارولو پر مهارتونو ښه پوهېدل.

د یادونې ده، چې په دې ژغورنه کې د کولمبيا د پوځ او هوايي ځواک الوتکو او چورلکو هم د ژغورنې په عملياتو کې برخه اخيستې وه.

Trending

Exit mobile version