سیمه ییز خبرونه
د کونړامنيتي ځواکونو ته د تيارسئ امرشوى- كونړ والي
دا امرله هغې وروسته کيږي، چې پاکستاني ځواکونو د افغانستان پولې ته نږدې پوستې جوړې کړي او په تېره اوونۍ کې له همدې سيمو د افغانستان پرخاوره له شپږسوه زيات توغندي وويشتل شول.
د کونړوالي سيد فضل الله واحدي د يوې بېړنۍ امنيتي غونډې پرمهال وويل:
د کونړپه سرحدي سيمو کې د پاکستان نوې پوستې او پر ډيورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو خوځښتونه زيات شوي او په زياته کچه سرتېري يې هم پرې ځاى په ځاى کړي، چې د دې په غبرگون كې د دفاع وزارت د حکم له مخې ټول امنيتي ځواکونه د تيارسۍ په حال کې دي او که ورته امر وشي؛ چمتو دي، چې د هرراز دښمن په وړاندې غبرگون وښيي.
د کونړوالي زياتوي، چې:
پاکستاني ځواکونه وخت ناوخت د افغانستان پرخاوره تېرى کوي؛ خو د دې توان نه لري، چې خپلې پوستې دلته ځاى په ځاى کړي.
امنيتي ځواکونه وايي:
دوى د تيارسئ په حال کې دي او چمتوالى لري، چې له خپلې خاورې او خلکو کلکه دفاع وکړي.
د دوى په وينا:
له وړاندې ولسونو له دښمن سره د مقابلې هوډ ښودلى .
د يادولو وړ ده، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د پاکستاني ځواکونو شمېرد پولې په هغه څنډه کې ډېرشوي او رپوټونه وايي، چې ځينې اضافي پوستې يې هم جوړې کړي دي.