تازه خبرونه
د کونړ او ننګرهار له زلزله ځپلو سره د نړیوالو د خواخوږۍ او مرستې ژمنې
امریکا، جرمني او سویس په بېلابېلو پیغامونو کې د دې پېښې په اړه ژوره خواشیني او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې له سختې زلزلې وروسته، چې درانده ځاني او مالي زیانونه یې واړول؛ د نړۍ یو شمېر هېوادونو خپله خواخوږي څرګنده او د افغانستان له زیانمنو خلکو سره یې د مرستې ژمنې کړې دي.
امریکا، جرمني او سویس په بېلابېلو پیغامونو کې د دې پېښې په اړه ژوره خواشیني او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او مرکزي آسیا څانګې په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې واشنګټن په دې سخت حالت کې د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی.
همدارنګه په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالي ډان برون په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د اګست پر یودېرشمه د افغانستان په ختیځه سیمه کې د مرګونې زلزلې د خبر پر اورېدو خواشینی ښودلې ده.
هغه زیاته کړې؛ په دې سخت وخت کې د افغانستان له خلکو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.
د جرمني بهرنیو چارو وزارت هم د خواخوږۍ په یوه پیغام کې دا پېښه غمجنه بللې او د سویس حکومت د خواخوږۍ پر څرګندولو سربېره له قربانیانو سره د بېړنۍ مرستې ژمنه کړې ده.
دغه راز د متحده عربي اماراتو د دولت مشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان د افغانستان له خلکو سره د خواخوږۍ د څرګندولو تر څنګ د ژغورنې ډلو او زلزله ځپلو سیمو ته د بشري مرستو د لېږلو اعلان کړی دی.
دې زورورې زلزلې ګڼشمېر وګړو ته د مرګ او ژوبلې پر اړولو سربېره په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د استوګنې کورونو او سیمهییزو بېخبناوو ته سخت زیانونه اړولي دي.