تازه خبرونه
د کونړ د شیګل ولسوالۍ امنیه قومندان په ماین چاودنه کې ووژل شو
(Last Updated On: تله ۲۲, ۱۴۰۰)
چارواکو ویلي؛ نن پنجشنبه د تلې ۲۲ له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د کونړ ولایت په مرکز اسعدآباد کې د شیګل ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ پر رینجر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې ده.
ځایی چارواکو ویلي؛ په پېښه کې، چې له غرمې مخکې ۱۱ بجې شوې رامنځته شوې؛ موخه یې د اسلامي امارت د کونړ ولایت د شیکل ولسوالۍ امنیه قومندان و.
امنیتي سرچینو ویلي، چې د شیګل امنیه قومندان په چاودنه کې وژل شوی او ۱۱ کسان نور ټپیان دي.
د کونړ ولایتي روغتون ډاکټرانو هم پېښه تائید کړې او زیاتوي، چې په ټپیانو کې څلور د اسلامي امارت ځواکونه دي، چې مرکزي روغتون ته رالېږدول شوي.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی؛ خو داعش په هېواد کې د وروستیو چاودنو تر شا خپل لاس لرل منلي دي.