تازه خبرونه
د کونړ د مرکزاسعداباد د جلب اوجذب مخې ته چاودنه شوې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د کونړ په مرکزاسعداباد کې د ملي اردو د جلب اوجذب مخې ته د ځای په ځای شویو چاویدونکیو توکو له کبله چاودنه شوې.
د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخېل وايي، چاودیدونکي توکي د جلب و جذب مخې ته د سړک د غاړې به برښنایې صندوقچه کې ځای په ځای شوي وه او په ريموتچاودنه ورکړ شوې.
هغه وايي، په چاودنه کې اته ملکي وگړي ټپیان دي.
د اسعد آباد د مرکزي روغتون مشر داکترصدیق الله سهاک وايي؛ تراوسه ورته د پېښې له ځای څخه ۲۷ تنه ټپیان وروړل شوي، چې د ۵ تنو یې روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
هغه وايي، قربانیان ټول ملکي وگړي دي.
تراوسه وسلوالو په دې اړه څه نه دي ویلي.