سیمه ییز خبرونه
د کونړ قومي مشرانو له پاكستان سره د مخامخ خبروغوښتنه وكړه
د کونړ سرحدي ولسواليو قومونو په يوه غونډه کې دوه پلاوي ټاکلي، چې له دولت او پاکستان پوځ سره د توغندويي بريدونو د مخنوي په موخه مخامخ خبرې وکړي.
دوى گولښ کړى:
که پاکستاني ځواکونه بيا هم خپلو بريدونو ته دوام ورکړي؛ نو د قومونو له مقاومت سره به مخ شي.
د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي وايي:
پاکستاني ځواکونو يو وار بيا پر دانگام ولسوالى اووه توغندي توغولي، چې خلکوته يې مالي زيان اړولى دى.
د آريانا راډيو –ټلويزيون خبريال همايون حبيبي په ډاگه كړې، چې:
د کونړ سرحدي ولسواليو قومونو دوه پلاوي ټاکلي، چې يو پلاوې به يې په سرحدي سيمو کې د پاکستان پوځ له چارواکو سره مخامخ خبرې وکړي او دوه يم پلاوې به د ولسمشر حامدکرزي سره په کتنه کې د خپلو هغو وسلو غوښتنه وکړي، چې نړيوالو ځواکونو له خلکو په يوه او بل نامه ټولې کړي.
د قومونو استازي ډگروال شاه محمود فومي گواښ څرگند كړ او وايي، چې:
كه پاکستاني ځواکونه بيا هم خپلو بريدونو ته دوام ورکړي؛ نو د قومونو له جدي غبرگون سره به مخ شي.
دکونړوالي سيدفضل الله وحيدي وايي :
که دا ستونزه د خبرو له لارې حل نه شي؛ نو دوى به د پاکستاني ځواکونو هغه مرکزونه په نخښه کړي، چې ترې بريدونه کيږي.
دغه څرگندونې د کونړ ولسونه او چارواکي په داسې مهال كې کوي، چې نړيوالو ځواکونو هم سيمې ته د پلاوي د استولو خبره کړې. هغو هم غواړي معلومه کړي، چې دغه بريدونه د چا لخوا ترسره کيږي.
د کونړ چارواکي ټينگار کوي، چې د افغانستان پر خاوره د پاکستاني ځواکونو له مرکزونو توغندويي بريدونه ترسره کيږي.