تازه خبرونه
د کونړ له مرګوني زلزلې شپږ میاشتې وروسته هم ۲۵ زره ماشومان په خیمو کې ژوند کوي
د ۱۴۰۴ ل.ل کال د وږي پر نهمه / د ۲۰۲۵ د اګست پر یودېرشمه رامنځته شوې زلزلې له ۲۰۰۰ څخه ډېر کسان «شهیدان» کړل او له ۸۰۰۰ ډېر کورونه یې ویجاړ یا سخت زیانمن کړل.
د ماشومانو ژغورنې بنسټ ويلي؛ د کونړ له مرګوني زلزلې شپږ میاشتې وروسته هم شاوخوا ۲۵زره ماشومان په دې ولایت کې تر خیمو لاندې ژوند کوي او د کورونو د بیارغونې لپاره ورته هیڅ ځانګړی مهالوېش رامنځته شوی ندی.
د ۱۴۰۴ ل.ل کال د وږي پر نهمه / د ۲۰۲۵ د اګست پر یودېرشمه رامنځته شوې زلزلې له ۲۰۰۰ څخه ډېر کسان «شهیدان» کړل او له ۸۰۰۰ ډېر کورونه یې ویجاړ یا سخت زیانمن کړل.
دې بنسټ ویلي، چې په دې غرنۍ سیمه کې د بیارغونې چارې ټکنۍ پیل شوې دي او ښايي ځینې کلي هیڅکله بیا ونهرغول شي.
له نږدې ۱۳۰۰ درسي ټولګیو له نیمایي څخه ډېر یا ویجاړ شوي او یا یې سخت زیانمن دي. د ښوونځیو جوړول اوس هم پیل شوي ندي او شاوخوا ۱۷ زره زدهکوونکي تر شنه آسمان لاندې په لنډمهاله درسي خونو کې زدهکړې کوي. له ۶۰۰۰ ډېرې بېځایه شوې کورنۍ، چې خپل کورونه او عاید یې له لاسه ورکړی؛ پخوا به یې پر منځني کچه هره میاشت له ۷۵ تر ۱۲۰ ډالرو پورې د کرنې او کوچنیو کارونو له لارې ګټل، اوس پر بشري مرستو تکیه لري.
د افغانستان لپاره د ماشومانو د ژغورنې بنسټ استازي بوجار هوخا ویلي: « په داسې حال کې، چې په ټول افغانستان کې اړتیاوې زیاتې او بودجه کمه شوې ده؛ باید د زلزلې له کبله زیانمن شوي خلک هېر نشي. کورنۍ د خپل ویجاړ شوي ژوند د بیارغولو لپاره پرلهپسې کار او بودجې ته اړتیا لري.»
په ۲۰۲۵ ز.کال کې له ایران او پاکستان څخه د څه باندې ۲.۹ میلیون افغانانو له راستنېدا سره د استوګنې کړکېچ نور هم پراخ شوی او ځینې بېرته راستانه شوي کسان په هغو سیمو کې میشت شوي، چې د زلزلې اغېز پرې شوی و. ملګرو ملتونو اټکل کړی، چې سږ کال په ټول افغانستان کې شاوخوا ۴.۲ میلیون کسان سرپناه ته اړتیا لري.