سیمه ییز خبرونه

د کونړ پر سرحدي سيمو د پاکستاني ځواکونو بريدونه دوام لري– واحدي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کونړ والي سيدفضل الله واحدي وايي:

د کونړپر سرحدي سيمو په تيروڅليريشت ساعتو کې د پاکستان له خاورې پېنځه پنځوس توغندي توغول شوي دي.

له بلې خوا په اسمارولسوالى کې د بهرنيو ځواکونو په يوه بريد کې لس تنه ولسي وگړيو ته مرگ و ژوبله اوښتې ده.

همايون حبيبي د آريانا راډيو- ټلويزيون خبريال څرگندوي، چې د والي واحدي په وينا د کونړ پر درې سرحدي ولسواليو دانگام، ناړۍ او سرکاڼو د پاکستاني ځواکونو توغندويي بريدونه دوام لري او په تېرو څليريشت ساعتو کې پر دغو ولسواليو پېنځه پنځوس توغندي توغول شوي، چې په کې يوتن ټپي شوى، لسگونه څاروي له منځه وړل شوي او خلکو ته يې درانده مالي زيانونه اړولي دي.

د کونړوالي زياتوي، چې:

د بريدونو له پيله  تر دې دمه شپاړس سوه ميزايل د کونړ پر سرحدي ولسواليو توغول شوي، چې له لامله يې دوه ويشت تنه وژل شوي، يو ويشت تنه ټپيان او پېنځه سوه کورنۍ د خپلو کورونو پريښودو ته اړشوي دي.

د کونړ والي همداراز وايي، چې:

د اسمار ولسوالى په شنگرسيمه کې د بهرنيوځواکونو يو توغندى پر يوه کور لگيدلى؛ څلورتنه يې وژلي او شپږ نورټپيان دي او په وينا يې زيانمن شوي کسان ټول ملکي وگړي دي.

د يوبل خبر له مخې آيساف ځواکونو د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي، چې:

د کونړپه ناړۍ ولسوالۍ کې يې په يو لړعملياتو کې اوولس وسله وال مخالفين وژلي، خو وسله والو طالبانو يي په اړه تراوسه رسنيو ته څه ندي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version