تازه خبرونه

د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې اوس هم جګړه روانه ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

دکنړ په دانګام ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ په شپږمه ورځ هم نښته روانه ده.

سیمه ییز چارواکي وايي، په دې نښته زرګونه کورني اوبهرني وسله وال برخه لري چې ترپنځوسو ډیر یې وژل شوي.

د ملي اردو سرچينې په دغه ځاى كې د پنځو سرتيرو وژل كيدل هم تاييدوي.

ویل کیږي پاڅون کوونکو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې او وسله والو د سیمې د خلکو لسګونه کورونه سوځولي.

د سیلاب قل اردو ویاند ډګروال محمد نعمان هاتفي وايي په دې جګړه کې تر اوسه پنځوس وسله وال وژل شوي او دوه پنځوس نورټپیان دي. هاتفي وايي وسله والو په سیمه کې لارې بندې کړي اوعامه وژنه یې کړې.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د وسله والو د ځپلو په موخه نورسرتیري استول شوي.

بلخوا په سیمه کې یوه امنیتي سرچینه د نوم له ښودلو پرته وايي، نوي استول شوي سرتیري د نښتې له سیمې اته کیلومتره لرې په لاره کې دماینونو او کاڼو له کبله ایسار دي او مخکې تګ نه شي کولی.

دا سرچینه واييد وسله والو د ځپلو یوازینۍ لار د هوايي ځواک مرسته ده.

په كونړ كې محلي سرچينې وايي چې په دې جګړه كې وسله والو د حاجې مزمل كور سوځولى او د كورنې څو غړیو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

Trending

Exit mobile version