تازه خبرونه

د کونړ په دانگام ولسوالې کې دوه زره اورپکي له خلکو سره په جگړه کې ښکېل دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ختیځ ولایت کونړ د دانگام ولسوالۍپر څو کلیو د تېرې ورځې راهیسې د طالبانو سخت بریدونه روان دي.

د چارواکو په وینا؛ د سره کمر، کچلې او شینکي پر کلیو دوه زره وسلوالو برید کړی او گڼ کورونه پر درندو وسلو ویشتل شوي؛ خو تر اوسه د مرگ و ژوبلې کره شمېره په ډاگه شوې نه ده.

د کونړ ولایت د پولیسو مشر جنرال عبداالحبیب سیدخېلوایي :

په دې روانو نښتو کي تر دې دمه څلور سیمه وال ټپیان او د وسلوالو ۶ کسه وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل دي.

د نوموړي په وینا؛ دوه زره کورني او بهرني اورپکي له خلکو سره په جگړه کې ښکېل دي او له خلکو سره مهمات په خلاصیدو دي.

سیمه ییز خلک له وسلوالو سره په سخته جگړه لگیا دي او وایي، که مرسته ور ونه رسیږي ټول به ووژل شي.

افغان پوځ او امنیتي ځواکونه د ولسوالۍ شاوخوا ته ور رسیدلي؛ خود جگړې ځای ته د ورتگ مخه یې ډب ده.

د تېرې شپې له نیمایي وروسته بیا جگړې زور اخیستې او ځینې واړه کلي طالبانو نیولي دي.

یو شمېر ځایي خلک وایي، په سیمه کې طالبان ښځو او ماشومانو ته د وتلو اجازه هم نه ورکوي.

ویل کیږي؛ د کارکوړ په سیمه کې، چې د جگړې له لومړۍ کرښې یو څه لیرې ده، ور رسیدلي افغان پوځیان په سخته جگړه کې ښکېل شوي دي.

د سیمې خلک وایي ، هیڅ داسې کور له بریده خوندي نه دی پاتې، چې زیانمن شوی نه وي.

د دوی په وینا؛ پر دغو کلیو د حکومت د پلوۍ پر لامل بریدونه کیږي او د دې سیمې ډېر قومي مشران له دې وړاندې طالبانو وژلي دي.

Trending

Exit mobile version