سیمه ییز خبرونه

د کونړ ځنگلونه اوس هم په بې رحمۍ پرې او قاچاق كيږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

دکونړ ولایت دبېلابېلو سیمو یو شمېر قومي مشران وايي: د ځنگلونو په وهلو او قاچاق کې د كونړچارواکي لاس لري.

ځايي اوسیدونکي په دې برخه کې سرحدي پولیس هم په بې غورۍ تورنوي او وايي:

په ځینو سیموکې خپله د سرحدي پولیسو چارواکي هم د ځنگلونو په وهلو اوقاچاق کې ښکيل دي؛ خو سرحدي پولیسو تل دغه ادعاوې رد کړي دي.

که څه هم د کونړ امنیه قومندان او دغلته نور امنیتي چارواکي د ځنگلونو په وهلو او قاچاق د دوی په اړه د خلکو ادعاوې بې بنسټه بولي او په کلکه یې ردوي؛ خو دکونړ سرپرست والي شجاع الملک جلاله    بیا د خلکو څرگندونې پرځای بولي او وايي، چې د ځنگلونو په وهلو کې ترډيره بریده وسله وال مخالفین، مافیا او ځينې قومي مشران ښکيل دي.

نوموړی زیاتوي، د د ې ستونزې د حل لپاره د مرکزي دولت جدي دریځ او د سیمو د خلکو ډاډمن همکاري پکار ده.

د کونړ په ډېرو سیمو کې د دیورند پر کرښه پاکستان ته په آسانۍ تگ راتگ کیدلی شي او قاچاق کوونکي له همدې لارو استفاده کوی.

همدا لامل دی، چې په دې سيمو كې ډيرځنگلونه له منځه تللي او پاتې یې هم د له منځه تلو په حال کې دي.

کونړ په ختیځ کې د دیورند پر کرښه پروت یو غرنی ولایت دی، چې پراخه ځنگلونه لري.

Trending

Exit mobile version