تازه خبرونه

د کوویډ-۱۹ له اغېزې به نړیوال اقتصاد سږکال ۵.۲ سلنه راټیټ شي

Published

on

د نړیوال بانک وروستۍ وړاندوینه ښیي، چې نړیوال اقتصاد به سږکال تر شاوخوا ۵.۲ سلنې پورې راټیټ شي، چې دا به د دوه یمې نړیوالې جګړې راپدیخوا تر ټولو ژوره ځوړتیا وي.

د دغه بانک د څرګندونو له مخې، دغه اغېزه د کرونا رنځ پروړاندې د شویو کړنو له کبله رامنځته کیږي.

د کرونا ویروس د مخنیوي هر اړخیزو هڅو د نړۍ اقتصاد له خنډ او ځنډ سره مخ کړی دی.

 اټکل کیږي، چې د نړۍ د پرمختلليو هېوادونو په اقتصاد کې به په ۲۰۲۰ کال کې ۷ سلنه ځوړتیا رامنځته شي؛ ځکه، چې اړتیا او پیدا، مالي او سوداګريزې هڅې پوره زیانمنې شوې دي.

وړاندوینې ښیي، چې نوي راڅرګند شوي بازارونه او پرمختللی اقتصاد به ۲.۵ سلنه کښته شي، دا لومړی ځل دی، چې اړوند اقتصاد لږ تر لږه په تېرو ۶۰ کلونو کې له پړسوب سره مخ کیږي.

د سړي سر عاید به هم ۳.۶ سلنه راټیټ شي، چې دا کار به میلیونونه خلک د لوږې له پوره وېرې سره مخ کړي.

د نړیوال بانک د څرګندونو له مخې؛ هغه هېوادونه، چې اقتصاد یې پر نړیواله سوداګرۍ، سیاحت، د توکو او کالیو پر صادراتو او بهرنیو تکیه دي؛ د کورونا ویروس د خوریدو سره به له ډېرو ستونزو سره مخ شي.

د کوروناویرس د څارنې د هڅو له کبله به د امریکا اقتصاد سږکال ۶.۱ راټیټ شي.

اټکل کیږي، چې د اروپا اقتصاد به سږکال ۹.۱ سلنه راټیټ شي؛ ځکه، چې هلته د ویروس خوېدو اقتصادي هڅو ته زیان رسولی دی.

Trending

Exit mobile version