تازه خبرونه

د کوچني ناور سيمه له مخالفينو پاکه شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په هلمند کې د عملياتو په لړ كې د کوچني ناور سيمه د وسله والو طالبانو له منګولو خلاصه شوه، ياده شوې سيمه د ناوې او نادعلي ولسواليو او مرکز لښکرګاه تر منځ پرته ده چې د چارواکوپه وينا وسله والو مخالفينو له همدې سيمې يادو شويو ولسواليو ته غځيدلې لار ناامنه کړې وه.

دوی همدا راز وايي چې د ولسمشر د وروستۍ وينا سره سم يې په وسله والو مخالفينو بريدونه ډېر کړي دي.

د هلمند امنيه قوماندان عبدالرحمن سرجنګ د چهارشنبې په ورځ په سيمه کې خبريالانو ته وويل: “ياده شوې سيمه په دې وروستیو کې ناامنه شوې وه چې ځينې وخت به وسله وال طالبان لويې لارې ته راوتل او عام اوسېدونکي يې له ستونزو سره مخ کول چې د دوه ورځنيو عملياتو په ترڅ کې مو ونيوه او نويې امنيتي پوستې مو په کې ځای پر ځای کړې.”

هغه وايي په دې عملياتو کې مرګ، ژوبله نه ده اوښتې خو وسله وال طالبان به د خلکو په کورونو کې پټېدل او له هغوی به يې په زور خپلې لومړنۍ اړتياوې د خوراک او ترانسپورت په برخه کې پوره کولې.

سرجنګ زياتوي: “د ولسمشر له وروستۍ وينا سره سم مو په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو مخالفينو په وړاندې بريدونه زيات کړي او ډاډ ورکوو چې په نږدې راتلونکي کې به ځينې سيمې له وسله والو مخالفينو څخه په بشپړه توګه خلاصې کړو.”

هغه وايي چې اوس د امنيتي ځواکونو په تشکيلاتو کې او همدا راز د تجيزاتو په برخه کې ډېرې ستونزې حل شوې دي، دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې په هلمند کې يو امريکايي جنرال خبريالانو ته ويلي وو چې وسله وال طالبان نور په هلمند کې پرمختګ نه شي کولای ځکه چې د افغان ځواکونو نيمګړتياوې پوره شوې او په کافي ډول د هوايي ځواک مرسته هم ورسره کېږي.

خبریال: نعمت الله زهير

Trending

Exit mobile version