تازه خبرونه
د کډوالو ستونزو ته رسیدنه د اسلامي امارت لومړیتوب دی – مولوي عبدالکبیر
مولوي عبدالکبیر نوموړي ته د ښه راغلاست او په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره د دې ټولنې له همکاریو او مرستو د مننې تر څنګ له اسلامي نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل او اړیکې خورا ارزښتمنې وبللې او وایي، چې د اسلامي همکاریو ټولنه د اسلامي هېوادونو تر منځ د اړیکو لپاره غوره او مهم بنسټ دی.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت چارسمبالي( سرپرست) مولوي عبدالکبـــیر په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له سفیر محمد سعید العیاش سره په کتنه کې له افغان کډوالو سره پر مرسته کولو او د یو شمېر عام المنفعه پروژو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
مولوي عبدالکبیر نوموړي ته د ښه راغلاست او په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره د دې ټولنې له همکاریو او مرستو د مننې تر څنګ له اسلامي نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل او اړیکې خورا ارزښتمنې وبللې او وایي، چې د اسلامي همکاریو ټولنه د اسلامي هېوادونو تر منځ د اړیکو لپاره غوره او مهم بنسټ دی.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر د کډوالو د دایمي ستونزو د حل لپاره د مهاجرینو د استوګنیزو او ښارګوټو پر رغولو او جوړولو ټېنګار وکړ او په دې برخه کې یې د اسلامي همکاریو ټولنې په ګډون د ټولو مرستندویه ادارو د همکارۍ او مرستې غوښتنه وکړه.
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ محمد سعیدالعیاش د اسلامي امارت له لوري د افغان کډوالو د روانې لړۍ د ښه مدیریت د ستاینې تر څنګ ویلي؛ له کډوالو سره ناسم چلند او جبري ایستلو اسلامي همکاریو ټولنه خواشینې کړې ده.
د اسلامي همکاریو ټولنې استازي محمد سعید العیاش کډوالو ته د مرستو راجلبولو د ډاډ تر څنګ په افغانستان کې د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ د سیمهییزې ادارې او ولس د وړاندېز پر بنسټ د یوه جامع جومات جوړولو ته هم مالي امکاناتو د چمتو کولو ډاډ څرګند کړ.