تازه خبرونه
د کډوالو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړه طالمانه ده – محمد یعقوب مجاهد
دغه راز د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی له پاکستانيو چارواکو غوښتي، چې له مهاجرینو سره دې سخت چلند نهکوي او له یو اړخیزو کړنو دې ډډه وکړي؛ ځکه، چې دا به د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې کړي.
ملګرو ملتونو هم له پاکستان څخه غوښتي، چې له دغه هېواده دې د افغان کډوال جبرې شړنه ودروي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ستیفن دوجاریک ویلي؛ البته دا د اندېښنې وړ خبره ده. زه ډاډه یم، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو په عالي کمیشنرۍ کې زمونږ همکاران له دې وضعیت څخه خبر دي. د اصولو په توګه دا مهمه ده، چې هیڅ مهاجر باید جبري ونه ایستل شي.
د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون ویلي، چې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان د حکومت پرېکړه د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو خلاف ده او باید ژر تر ژره لغو شي.
د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون څرګنده کړې: دا د منلو وړ نهده، چې کډوال د ځینو اشخاصو د تېروتنو مسوولیت پر غاړه واخلي. د حکومت پرېکړه، چې په دېرش ورځو کې له یو میلیون ډېر غیرقانوني کډوال پهدې دلیل شړي، چې دوی له تروریستي او جنایتکارو ډلو سره اړیکې لري. دا پرېکړه نه یوازې له شفقت څخه لرې ده، بلکې دا یو لنډ فکر هم دی.
د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې وخت ورکړی، چې له پاکستان څخه ووځي، که نه؛ نو دوی به یې جبراً پر ډلهییزه توګه وشړي.