تازه خبرونه

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ د نورو مرستو غوښتنه وکړه

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۱۳, ۱۴۰۰

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي آر) په افغانستان کې د جګړې له بې ځایه شویو درې نیم میلیو کسانو سره د بشري مرستو د رسولو لپاره د نورو مرستو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان ویلي، چې بې ځایه شوي کسان سرپناه، ګرمو جامو، سونګ توکو، خواړو او طبي وسایلو ته اړتیا لري.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ بشري کړکېچ مخ په پراخېدو دی؛ لوږه د اټکل وړ کچې ته رسیدلې ده. نږدې ۲۳ میلیون وګړي، چې د افغانستان د نفوس ۵۵ سلنه جوړوي، لوږې لاندې کړي او شاوخوا ۹ میلیون نور یې د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

دې ټولنې په هېواد کې د زیان منونکیو خلکو لپاره د خوړو پر چمتو کولو ټینګار کړی او دا یې ورته خپل لومړیتوب ټاکلی دی .

د خبرپاڼې له مخې: سږ کال د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د اګست له نیمايي راپدیخوا له څه باندې ۷۰۰ زره کورنیو بې ځایه شویو سره مرستې کړې او اوس مهال هم هره اوونۍ ۶ سوه زره خلکو ته پاملرنه کیږي.

Trending

Exit mobile version