تازه خبرونه

د کډوالو چارو وزارت د مرستیال پر مشرۍ یوه پلاوي ایران ته سفر وکړ

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۹, ۱۴۰۱)

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت مرستیال نن د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په یوه پېنځه ورځني سفر ایران ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه ګاونډ هېوادونو په ځانګړې توګه په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو اوارول دي.

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد وايي؛ د دې سفر موخه په هغې څلور اړخيزء غونډه کې ګډون دی، چې ټاکل شوې د ايران، افغانستان، پاکستان او د کډوالو د نړيوال سازمان استازي په کې ګډون وکړي.

عبدالرحمن راشد وایي: له ایراني چارواکو سره به په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د آسانتیاوو، د جبري اخراج د مخنیوي او د استوګنې په اړه خبرې وکړي.

ښاغلی راشد وايي، له ایراني چارواکو سره به په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د اسانتیاوو، د جبري اخراج د مخنیوي او د استوګنې په اړه خبرې وکړي.

یوشمېر کارپوهان وایي، چې دا سفر به افغان کډوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

دا مهال څه باندې درې ميليون افغان کډوال په ايران او درې ميليون نور په پاکستان کې ژوند کوي.

 د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت وايي، هڅه کوي هغو کډوالو ته ځمکې ووېشي، چې په خپله خوښه هېواد ته راستنېږي.

Trending

Exit mobile version