تازه خبرونه
د کډوالو چارو وزارت په بلوچستان کې له کورونو څخه د افغان کډوالو شړل وغندل
د کډوالو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال د سلواغې پر اووهویشتمه پاکستانيو پولیسو د بلوچستان ایالت په کوټه او کچلاک سیمو کې د شپې لخوا د یو شمېر افغان کډوالو پر کورونو چاپه ووهله؛ یو شمېر افغان کډوال یې پر زور له خپلو کورونو وشړل او له ناوړه چلند سره یې مخ کړل.
د کډوالو چارو وزارت د یکشنبې د ورځې (د سلواغې اتهویشتمه ) د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دې وزارت د پاکستان په بلوچستان ایالت کې له خپلو کورونو څخه د افغان کډوالو جبري ایستل وغندل.
د کډوالو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال د سلواغې پر اووهویشتمه پاکستانيو پولیسو د بلوچستان ایالت په کوټه او کچلاک سیمو کې د شپې لخوا د یو شمېر افغان کډوالو پر کورونو چاپه ووهله؛ یو شمېر افغان کډوال یې پر زور له خپلو کورونو وشړل او له ناوړه چلند سره یې مخ کړل.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د پاکستانيو پولیسو لخوا په شړل شویو کسانو کې ۶۵ ماشومان او ۳۰ افغان میرمنې دي، چې د کندهار ولایت د سپین بولدک له سرحدي لارې افغانستان ته راوشړل شول.
د پاکستان حکومت په تېرو دوه کلونو کې پرلهپسې دا ډول هڅې کړې دي، چې د ګاوږنډیتوب له ټولو اصولو او نړیوالو اسلامي قوانینو پر خلاف دي او ذا چاره یې روانه ساتلې ده.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دا ډول کړنې غندي او له نړیوالو بنسټونو یې غوښتي، چې په هغه هېواد کې له افغان کډوالو سره خپلې مرستې او همکاري روانه وساتي، چې له عزت سره خپل هېواد ته راستانه شي.
