تازه خبرونه
د کډوالو چارو وزارت یو پلاوی ایران ته رسېدلی
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت څرګنده کړی، چې ایران ته یې د افغان کډوالو د ستونزو د څېړلو لپاره یو پلاوی استولی دی.
د مهاجرینو او راستنیدونکیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د دغه وزارت د داخلي څېړنو رییس محمدجان خدرخېل د افغان مهاجرینو د ستونزو د څېړلو لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر کړی دی.
د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي: د مهاجرینو د ستونزو د ارزونې ترڅنګ به دغه پلاوی په سفارت کې د خپلو اداري چارو له فعالیتونو هم کتنه وکړي.
د روانې میاشتې په پیل کې ایران د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ اسلامي امارت ته وسپارلې.
له سپارلو وړاندې د اسلامي امارت د څارنوالې یو پلاوی د لوی څارنوال مولوي شمس الدین پهلوان پر مشرۍ تهران ته سفر وکړ او له ایراني چارواکو سره یې د دغه هېواد له زندانونو څخه افغانستان ته د افغان بندیانو د رالېږدولو په اړه خبرې اترې وکړې.
د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د هوکړې په پایله کې پرېکړه وشوه چې ۱۷۰۰ افغان بندیان به اسلامي امارت ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوه اوونيو کې د اسلام کلا بندر له لارې شاوخوا ٣٠٠ بنديان افغانستان ته رالېږدول شوي دي.
