تازه خبرونه

د ګردېز-خوست سرک جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

 له نهه کال کار وروسته د ګردیز – خوست د لویې لارې کار بشپړ او دغه پروژه ګټې اخیستو ته وسپارل شوه. د فواید عامې وزیر محمود بلیغ وایي، د دغه سړک په جوړېدو سره به د غلام خان په بندر کې د سوداګرو ستونزې اوارې او له پاکستان سره به په سوداګریزو راکړو ورکړو کې لازمې آسانتیاوې را منځته شي. نوموړی وایي، دغه سړک به د امنیت له ښه والي سره هم مرسته وکړي.

د ګردیز- خوست د لویې لارې اوږدوالی ۱۰۱کیلو مترو ته رسیږي، په دغې پروژې ۲۳۲میلیون ډالر لګښت راغلی چې د امریکا د نړیوالې پرمختیایی ادارې لخوا ورکړل شوی دی. دغه پروژه نهه کاله مخکې پیل شوې وه، خو کار یې ایله اوس پای ته ورسېد او ګټې اخیستو ته وسپارل شوه. د فواید عامې وزیر د سړک پرانیستو په مراسمو کې په اقتصادي نظام کې دا لوی کار وباله.

د فواید عامې وزیرمحمود بلیغ وایی:”دا سړک اقتصادي ارزښت لري،ځکه چې د پاکستان له غلام خان بندر سره نښلول شوی او مونږ يې د ساتنې ژمنه کوو.”

جوړوونکی شرکت د سړک د جوړولو پر مهال له ځينو ستونزو سره مخ شو.

د اېم اې سي سي شرکت رییسعزیز الله نیازی وايي:  “د دې سړک کار ډېر پخوا پیل شوی وو او د امنیتي، جغرافیایي، اقلیمي او ځینو سیاسي ستونزوله امله وځنډېده خو اوس یې کار پای ته ورسېد او دې پروژه کې د نوري فایبر لین هم غزیدلی دی.”

په وروستیو کلونو کې د خوست د خلکو اصلي غوښتنه د همدې پروژې تطبیق و، اوس چې ګټې اخیستو ته سپارل شوی، خلک خوښ ښکاري دویوایي، چمتو دي چې د سړک د ساتنې او څارنې له پاره له حکومت سره همکار شي.

خبریاله: نبیله حفیظي

Trending

Exit mobile version