پرمختګ او بشپړتیا

د ګرځند له لګښت کارتونو څخه د مالیې راټولولو نوې کړنلاره جوړه شوې- احمد شاه سادات

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي، چې د ګرځند لګښت کارتونو د لس په سلو کې مالیې راټولولو لپاره نوی کړنلاره جوړه شوې ده.

له هغې وروسته، چې د ګرځند لګښت کارتونو له درکه د لس سلنه مالیې په رټولولو کې د درغلیو رپوتونه خپاره شول؛ د دغه وزارت چارواکي وايي، چې د کابینې د غونډې د پرېکړې له مخې یې د لګښت کارتونو د مالیې راټولولو لپاره نوې کړنلاره جوړه کړې ده.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست احمد شاه سادات وايي، چې په نوې کړنلاره کې د اقتصاد وزارت په رهبرۍ د مالیې راټولولو چارې مالیې وزارت او تخنیکي چارې یې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ته سپارل شوې دي.

ښاغلی سادات زیاتوي، چې د نوې کړنلارې پر پلي کیدو به د لګښت کارتونو د مالیې د راټولولو په بهیر کې د پام وړ شفافیت رامنځته شي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د اترا ادارې مرستیال سیلاب امیري په ډاګه کړې، چې د لګښت کارتونو د لس سلنې مالیې په راټولولو کې یې هیڅ ونډه نه درلوده.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر په لګښت کارتونو کې د اداري فساد له کبله د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د وزیر عبدالرزاق وحیدي  دنده، وځنډوله.

خبریاله لیدا نیازۍ

Trending

Exit mobile version