د هوا حالاتو بدلونونه
د ګرینلند د کنګلونو ګړندۍ اوبه کېدا به د بحري اوبو سطح لوړه کړي- څېړنه
د چارشنبې پر ورځ د طبعیت په علمي مجله کې خپره شوې نوې څېړنه ښيي، چې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۱ پورې د ګرینلند د کنګل لوړه سطحه په تېرو ۱۰۰۰ کلونو کې له دېرې تودوخې سره مخ شوې، چې ورسره به د بحري اوبو سطحه هم لوړه شي.
د دغې څېړنې لیکوالانو څرګنده کړې، چې د شمالي قطب کنګلونه د نړۍ له صنعتي کېدو سره سم له ۱۹ پېړۍ راپدیخوا د ویلې کېدا له بهیر سره مخ شوي او د ۲۰ پېړۍ له پیل راپدیخوا له صنعتي بدلونونو سره مخ دي.
اټکل کیږي، چې تر ۲۱۰۰ پورې به د ویلې کېدا دا بهیر تر ۵۰ سانتي مترو پورې د نړۍ د اوبو سطحه لوړه کړي.
څېړنه ښیي، چې د نړۍ نیمایي کنګلونه به تر ۲۱۰۰ کال پورې د نړیوالې تودوخې له کبله ورک شي.
د دغه بنست کنګل پېژندونکې ماریا هولد څرګنده کړې: د هغو معلوماتو له مخې، چې مونږ د یخ له هستو ترلاسه کړي؛ اوسمهال پرلپسې ۱۰۰۰ کاله د کنګلونو له یوځای کېدا تېر شوي او له ۱۰۰۰ څخه تر ۲۰۱۱ پورې د ۱۰۰۰ کلونو په بهیر کې د ویلې کېدا بهیر چټک شوی دی.
په دې څېړنه کې ویل شوي، چې د یخ د ویلې کیدا بهیر د بحري اوبو کچه ( ۰.۶ ) انچو ته لوړه کړې. دا د هغه څه پرپرتله شپږ ځله ډېر دی، چې ساینس پوهانو مخکې اټکل کړی و.
