تازه خبرونه

د ګمرکونو ټول عایدات د حکومت خزانې ته نه سپارل کیږي

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۲۰, ۱۳۹۹

په ګمرکونو کې د تعرفو په نوم اخیستل کیدونکې پیسې ټولې د دولت خزانې ته نه لویږي؛ ځکه، چې په ګمرکونو کې اداري فساد بیخي ډېر شوی دی.

تورخم په ننګرهار کې، اسلام کلا په هرات کې، حیرتان په بلخ کې، آقینه په فاریاب کې، سپین بولدک په کندهار کې، شېرخان بندر په کندوز کې او انګور اډه په پکتیکا کې د هېواد له عایداتي سرچینو څخه شمېرل کیږي، چې اوس په دغو ګمروکونو او بندرونو کې د مالي فساد د زیاتیدو ګڼ راپورونه ورکول کیږي.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګوالۍ خونې مشر آرش یونسي ویلي؛ په دغو ګمرکونو کې له خلکو د تجارتي تعرفو په نوم اخیستل شویو پیسو ډېره برخه د زورواکو او ټوپکوالو جیبونو ته لویږي.

د افغانستان د شفافیت بنسټ هم په عوایداتي سرچینو کې د شفافیت د نشتوالي او بيځایه ګومارنو له کبله د فساد له ډېروالي خبر ورکوي.

 د افغانستان د رڼښت بنسټ مشر سید اکرام افضلي ويلي، چې په کمرکونو کې بیځایه او غیر شفافو ګومارنو او د اصلاحاتو لپاره جدي ګام نه اخیستو پراخ مالي تنظیم شوي فساد ته لار اواره کړې ده.

د مالیې وزارت مسولین وايي چې د عوایدو راټولول په جدي توګه څاري او هڅه کوي د مالي فساد مخه ونیسي.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي ويلي، چې په ګمرکونو کې د مالي فساد مخنیوي او په چارو کې پر شفافیت یې تمرکز کړی دی.

له دې مخکې د هرات والي ویلي وه، چې د اسلام کلا ګمرک ډېره برخه عواید د زورواکو او مافیا جیبونو ته لویږي.

Trending

Exit mobile version