تازه خبرونه
د ګمرکونو چارواکو پر سوداګریزو توکو تعرفې زیاتې کړي
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، د مالېې وزارت لخوا د هېواد په ګمرکونو کې د نويو مشرانو د ټاکنې له کبله د خصوصي سکتور غړي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، د ګمرکونو ځینو نویو رئیسانو د ځينو اقلامو تعرفې پرته له دې چې خصوصي سکتور خبر کړي، لوړې کړې.
دوي زیاتوي د لارو په اوږدو کې د اخاذیو ستونزه بله هغه ننګونه ده چې په دې وروستیو کې نوره هم پراخه شوې.
سوداګرۍ او پانګونې خونې مسولین وایی د مالیی وزارت له خوانه په دا روستیو کې د هیواد په ګمرکونو کې د نوې رییسانو له ټاکلیدو سره په ګمرکونو کې خپل سرۍ او د پانګوالو او سوداګرۍ د چارو د تنظيم په وړاندې ستونزې زیاتې شوې.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایی، افغان پانګوال نور په افغانستان کې د سوداګری له دا ستونزمنو بهیرونو ستومانه شوي.
