تازه خبرونه

د ګوزڼ واکسین کمپاین له درې میاشتنې خنډ وروسته بیا پیل شو

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۲, ۱۳۹۹)

په افغانستان کې د کروناویروس د خوریدو له کبله د ګوزڼ واکسین کمپاینونه درې میاشتې وځنډیده، چې د پېښو د ډېریدو د مخنیوي لپاره اړوند هڅې بیا پیل شوې.

یونیسف یا له ماشومانو د ملاتړ صندوق د سې شنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې د ګوزڼ ناروغۍ د کمپاین د ځنډیدو له کبله د ګوزڼ پېښې په افغانستان کې ۳۴ او په پاکستان کې ۶۳ ته رسیدلي دي.

د هېواد په هغو سیمو کې، چې مخکې پاکې شوې وې؛ اوس ترې راپورونه تر لاسه شوي دي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې د ګوزڼ دوه وروستي هېوادونه دي، چې د ماشومانو د ګوزڼ پېښې پاتې دي. تېر کال په افغانستان د ګوزڼ ۲۶ پېښې ثبت شوې وې.

یونیسف د سه شنبې پر ورځ څرګنده کړه، چې د پولیو د معافیت پروګرام د افغانستان په درې ولایتونو کې بیا پیل شوی او په روانه میاشت کې به په ټول هېواد کې پلی شي.

د سویلي آسیا د یونسف سیمه ییز مشر ژان ګو ویلي؛ د معافیت دغه ژوند ژغورونکي واکسینونه د ماشومانو لپاره خورا اړین دي.

د دغه بنسټ په څرګندونو کې راغلي؛ لکه څرنګه، چې نړۍ یوازې د روغتیا لپاره لیدل کیږي، ویروسونه هیڅ پوله نه پېژني او هیڅ ماشوم له ګوزڼ خوندي ندی.

ګوزڼ یوه ساري، پېچلې او ځینې وختونه وژونکې ناروغي ده، چې یوازې تر پېنځه کلنۍ پورې یې پر واکسین کولو مخنیوی کولی شو.

د ماشومانو د واکسین کمپاینونه د ګوزڼ د کمپاینونو په ګډون په افغانستان کې د مارچ په میاشت کې ودرول شول، چې ماشومانو، تجهیزاتو او واکسیناتورانو ته د کووید- ۱۹ له لیږد څخه مخنیوی وشي.

د لومړۍ لیکې روغتیایي کارمندانو لخوا د واکسین نوې لارښوونې پلي کول او محافظتي تجهیزاتو کارول به له دې ډاډ سره مرسته وکړي، چې د واکسین کمپاینونه په خوندي ډول بیا پیل شي.

په هرحال یونیسف ویلي، چې په ټول هېواد کې به ماشومانو ته د رسیدو لپاره هڅې وشي؛ خو دا بنسټ اندېښنه لري، چې په افغانستان کې به تر یو میلیون ماشومان روغتیایي خدمتونو ته کور په کور خدمتونو ته لاسرسی ونه مومي؛ ځکه، چې په ځینو سیمو کې د کور په کور واکسینونه ناشوني دي او والدین اړ دي، چې خپل ماشومان روغتیایي کلینیکونو ته د واکسین کولو لپاره بوځي.

Trending

Exit mobile version