روغتيا

د ګوزڼ په ملي کمپاین کې نږدې لس میلیون ماشومان واکسین کیږي

Published

on

یونیسف د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسيناسيون د څلورم پړاو له پیلېدو خبر ورکړی او څرګندوي، چې له پاکستان سره به د همغږۍ له مخې څلور ورځې روان وساتل شي.

د یونیسف د څرګندونو له مخې؛ د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي دغه کمپاین به راتلونکې اوونۍ په بلخ، غزني، پکتیکا او غور ولایتونو کې پيل شي.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د ګوزڼ واکسین په څلورم پړاو کې به له پېنځه کلنۍ کښته ۹.۹ میلیون ماشومان واکسین شي.

د روان کال د نومبر میاشتې پر اتمه د دغه کمپاین لومړی پړاو پيل شو، چې په کې ۸.۵ میلیون ماشومان واکسین شوي وه.

یونیسف په ډاګه کړې؛ په یادو ماشومانو کې ۲.۴ میلیونو تر دا مهاله هیڅ واکسین شوي ندي.

د افغانستان د روغتیا نړیوال سازمان استازي داپنګ لوو زیاته کړې؛ په افغانستان کې د ګوزڼ د له منځه وړلو لپاره ګټورې هڅې تر سره کېدونکې دی او په راتلوونکي کال کې به نورې هم پراخې شي.

نوموړي ټینګار کړی،چې ټاکل شوې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د ګوزڼ شپږ سر تاسري کمپاینونه تر سره شي او په دې کمپاینونو کې به له پېنځه کلنۍ کښته ټول ماشومان واکسین شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په روان میلادي کال کې د ګوزڼ یوازې څلور مثبتې پېښې ثبت کړي او وایي، چې دمګړۍ تر بل هر وخت د پولیو مثبتې پېښې کمې شوې دي.

دوی له خلکو غوښتي، چې په دې برخه کې د واکسین له ډلو سره همکاري وکړي او له طالبانو څخه یې په دې اړه د امنیت خوندي کولو غوښتنه کړې ده.

د یادونې ده، چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو پر هڅو ډېر ټینګار شوی دی.

Trending

Exit mobile version