روغتيا

د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین پیل شو

Published

on

د عامې روغتیا وزارت د اړوند نړیوالو بنسټونو پر همکارۍ نن (دوشنبه د غبرګولي څوارلسمه) د ګوزڼ یا پولیو واکسین دوه‌یم پړاو پیل کړ.
 
د پوليو واکسيناسيون دغه پړاو به د غبرګولي له څوارلسمې څخه د غبرګولي تر اووه‌لسمې / جون له درېيمې څخه د جون تر شپږمې پورې په ټول هېواد کې پلی شي.

د دغه کمپاین موخه له پېنځه کلونو کم عمره ۱۱ اعشاریه ۲ میلیون څخه ډېرو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین کول دي.

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي نور جلال جلالي د دغه کمپاین د پیل په مراسمو کې ویلي: د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې د خپلو سوداګریزو کاري شریکانو پر همکارۍ په افغانستان کې د ګوزڼ  ویروس مخه ونیسي. مونږ هڅه کوو، چې په ټول هېواد کې د ګوزڼ د بشپړ له منځه وړلو هدف ته د رسیدو لپاره د دې ویروس پر وړاندې خپل کمپاین او روغتیایي خدمتونه روان وساتو.

جلال جلالي زیاته کړې: دیني عالمانو، مخورو، والدینو او په ټولنه کې د نورو مخورو کسانو ته اړینه ده، چې له واکسیناتورانو ملاتړ وکړي او دوی ته د پولیو پر وړاندې د مبارزې زمینه برابره کړي او خپل ماشومان سالم وساتي.

پوليو يوه ويروسي ناروغي ده، چې درملنه يې نکېږي او يوازې د واکسيناسيون پر مټ يې مخه نيول کېدی شي. هغه ماشومان، چې پدې ناروغۍ اخته کیږي؛ تر مرګه به فلج وي.

Trending

Exit mobile version