سیمه ییز خبرونه

د گرديز گوهرتاج بيگم نسايي ولادي روغتون، پكتيا پوهنتون ته وسپارل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پكتيا ولايت په گرديز ښار كې د بيات بنياد له خوا جوړ شوى د مور او ماشوم شل بستريز روغتون د عامې روغتيا او لوړو زده كړو د وزارتونو په هوكړه، پكتيا پوهنتون ته وسپارل شو.

دغه روغتون دوه كاله وړاندې د پكتيا د خلكو او روغتيا رياست په غوښتنه او د سيمې د خلكو ستونزو ته په پاملرنه د بيات بيناد له خوا په عصري او ټولو روغتيايي تجهيزاتو سمبال جوړ شوى و، خو تېر دوه كاله له دغه روغتون څخه هيڅ ډول گټه پورته نه شوه.

د پكتيا د چارواكو په وينا وسمهال د دغه روغتون لپاره ځانگړې بوديجه په پام كې نيول شوې، چې د پكتيا پوهنتون د طب پوهنځي محصلين به په كې د سيتاژ دوره هم بشپړوي.

د پكتيا د روغتيا رييسه داكتره نازدانه پكتيا وال وايي:

ياد روغتون له دې كبله په تېرو دوه كالونو كې نه دى فعال شوى، چې د ياد روغتون لپاره مو نه بوديجه درلوده او نه هم بشپړ تشكيل. وسمهال دغه روغتون د عامې روغتيا او لوړو زده كړو د وزارتونو په هوكړه د پكتيا پوهنتون ته وسپارل شو، چې د دغه پوهنتون د طب پوهنځي محصلين په كې د ستاژ دوره بشپړه كړي.

نازدانه پكتياوال زياتوي:

ياد روغتون،  چې  په ټولو اړينو طبي وسايلو سمبال دى د پكتيا ولايت د طب پوهنځي د زده كړيالو تر څنگ به د گڼ شمېرپكتيا والو ستونزې حل كړي.

د پكتيا پوهنتون رييس عبدالرحيم فراهي د بيات بنياد د لوى مشرانجنيراحسان الله  بيات څخه په مننه وايي:

اوس د دې روغتون د فعالولو لپاره اړين تشكيل او بوديجه تر لاسه شوې ده.

د پكتيا ولايتي شورا غړې مريم پكتين د پكتيا د ولسونو په استازيتوب د بيات بنياد پيرزوينې وستايلې.

ياد روغتون د پكتيا د سيمه ييزو چارواكو له خوا د پټۍ په پرې كولو او پرانستل كيدو وروسته گټې اخيستنې ته وړاندې شو.

د يادولو وړ ده، چې بيات بنياد دغه روغتون دوه كاله وړاندې د گوهر تاج بيگم نسايي ولادي شل بستريز روغتون په نوم جوړكړى و، خو د پكتيا عامې روغتيا رياست يې په تېرو دوه كلونو كې د ځانگړې بوديجې او ښځينه كاركوونكيو د نه شتون له كبله په فعالولو ونه توانيد.

Trending

Exit mobile version