تازه خبرونه

د گلبدین حکمیتار په مشرۍ د اسلامي حزب دوه غړي د امریکا په تور لیست کې راغلل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د گلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب دوه غړي عبدالصبور او عبدالله نوبهار په تور لیست کې شامل کړل او دهغو په نیولو یېپېنځه میلیون دالر جایزه کیښوده.

دا دواړه کسان د امریکا د دولت له خوا تورن دي، چې پر امریکایي سرتېرو یې بریدونه کړي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت عبدالصبور د چاودیدونکیو توکو متخصیص معرفي کوي او د هغه چا لپاره، چې د نوموړي د اوسیدو ځای ورمعلوم کړي؛ درې میلیون دالر جایزه ټاکلې ده.

د امریکا دولت عبدالله نوبهار تورن کړی، چې په ۲۰۱۲ کال کې یې د بهرنیو ځواکونو د بس په برید کې یې لاس درلود او څوک، چې د نوبهار د اوسیدو ځای افشا کړي، د امریکا له خوا ورته دوه میلیون دالر ورکول کیږي.

سیاسي کارپوه احمد سعیدي وایي:

 

هر څوک، چې د امریکا د گټو په وړاندې ودریږي ترورست دی او اړینه ده، چې د امریکا په تور لیست کې راشي. دا دوه کسه، چې په تور لیست کې راغلي پر امریکایي سرتېرو یې بریدونه کړي دي.

 

د امریکا دا گام په داسې یوه مهال کې پورته شوی، چې د راپورونو له مخيگلبدین حکمتیارد افغانستان له سیاسي نظام سره یو ځای کیږي.

پوځي کارپوه جاوید کوهستانی وایي:

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د ښاغلي حکمتیار گوند یوه انشعابي او بنسټ پاله ډله نومول شوې ده.

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې گلبدین حکمتیار یو جگړه مار بلل شوی او ویل شوي، چې د هغه په مشرۍ گوند له امریکا ضد نظریاتو ملاتړ کړی دی.

خبریال: نصرت پارسا

Trending

Exit mobile version