نړۍ

د یمن حوثيانو د امریکا او بریټانیا پر جنګي بېړیو د نورو بریدونو ګواښ وکړ

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې د چارشنبې پر ورځ له ایران سره د یمن تړلې حوثي ډلې ویلي: دوی به په سره بحیره کې د امریکا او بریټانیا پر جنګي کښتیو د ځان د دفاع لپاره بریدونه جاري ساتي؛ ځکه، چې د نړۍ سوداګرۍ ته له اوږدمهاله خنډونو وېره لري.

د دې ډلې د پوځي ویاند د خبرپاڼې له مخې؛ ټولې امریکایي او انګلیسي جنګي کښتۍ، چې د دې هېواد پر وړاندې په تېري کې ښکېل دي؛ موخه ده.

امریکا او بریټانیا په یمن کې د حوثيانو پر اهدافو بریدونه پیل کړي او دغه ډله یې د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامله کړې؛ ځکه، چې په سیمه کې د اسرائیل او حماس د جګړې  ناکرارۍ خپریږي.

حوثيان، چې د یمن تر ټولو زیات نفوس لرونکې سیمې تر څارنې لاندې لري؛ د سره سمندرګي په شاوخوا کې پر کښتیو بریدونه کوي او وايي، چې د غزې په جګړه کې له فلسطینیانو سره د پیوستون لپاره کار کوي.

دا جګړه د منځني ختیځ نورو برخو ته هم غځېدلې ده. د لبنان حزب الله د پولې په اوږدو کې له اسرائیلي سرتېرو سره ډزې کړي او عراقي وسله‌والو ډلو په عراق کې پر امریکایي ځواکونو بریدونه کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې حوثيانو د امریکا پر جنګي بېړۍ توغندي توغولي دي.

حوثيان وايي، تر هغو به خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي، چې په غزه کې اوربند او د سخت بشري ناورین د کمولو لپاره دې سیمې ته خوراکي توکي او درمل ورنه کړل شي؛ عملیات به روان وي.

Trending

Exit mobile version