نړۍ

د یمن حوثيانو د امریکا له نوي برید وروسته سخت غبرګون څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۴, ۱۴۰۲)

حوثي وسلوالو په یمن کې د امریکا له برید وروسته د خپل ځواکمن او اغېزمن ځواب ګواښ څرګند کړ او واشنګټن د ایران پلوه غورځنګ له بریدونو څخه د بېړیو د ساتنې غږ پورته کړ.

رویترز راپور ورکړی، چې په منځني ختیځ کې د فلسطیني وسله‌والو حماس او اسرائیلو تر منځ د جګړې له پیل راپدیخوا د بریدونو او شخړو د زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي؛ د ایران متحدینو هم له لبنان، سوریې او عراق څخه د جګړې ډګرونو ته راودانګل او جنګ منځني ختیځ ته پراخه شو.

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، چې امریکا د حوثي یاغیانو د بریدونو په اړه ایران ته شخصي پیغام استولی دی. هغه په دې اړه ډېر څه ونه‌ویل؛ خو خبریالانو ته یې څرګنده کړې: مونږ په شخصي توګه خپله غوښتنه وړاندې کړه او ډاډه یوو، چې ښه چمتووالی لرو.

وروستی برید، چې د امریکا د څرګندونو له مخې پر رادار سایټ ترسره شوی؛ له هغې یوه ورځ وروسته وشو، چې په یمن کې د حوثيانو پر مرکزونو لسګونه امریکايي او بریټانوي بریدونه وشول.

د حوثيانو ویاند نصرالدین عامر الجزیرې ته ویلي، دا نوی برید به کلک، ځواکمن او اغېزمن ځواب ولري. هغه زیاته کړې؛ دې بریدونو هیڅ ډول ځاني او مالي زیانونه اړولي نه‌دي.

د حوثيانو یوه بل ویاند محمد عبدالسلام رویټرز ته ویلي: په صنعا کې شپنيو بریدونو، چې پر یوې پوځي اډې ترسره شوي؛ د سرې بحیرې او عربي بحیرې له لارې د اسرائیلو د تېرېدونکیو کښتیو په مخنیوي کې یې د پام وړ اغېز نه‌دی کړی.

پنټاګون د جمعې پر ورځ ویلي وه، چې د امریکا او بریټانیا بریدونو ښې اغېزې” درلودې.

د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هانس ګرانډبرګ د شنبې پر ورځ له ټولو ښکېلو اړخونو څخه د بشپړ زغم غوښتنه وکړه او په سیمه کې یې د مخ پر زیاتېدونکي خطرناک وضعیته خبرداری ورکړ.

حوثیان وايي؛ د دوی موخه له سمندري بریدونو څخه په غزه کې د اسرائیلو تر محاصرې او برید لاندې د فلسطینیانو ملاتړ دی.

دوی، چې د صنعا او یمن د لویدیځ او شمال ډېرې برخې په واک کې لري؛ هم پر اسرائیلو د سرې بحیرې له پاسه ډرون او توغندي ویشتلي دي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې کارني نومي لارښودنې وړ توغندي د شنبې پر سهار وختي پر سیمه‌ییز وخت توماهاک توغندي وکارول او پر سوداګریزو او بحري کښتیو د حوثیانو د بریدونو وړتیا یې راکمه کړه.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت پر یمن د امریکا او بریټانیا لخوا بمبارد پر سختو ټکو غندلی او څرګندوي: امریکا او شریکان یې باید له خپلو تېرو تجاوزونو او ناکامیو څخه عبرت واخلي؛ ځکه دا برید له نړيوالو اصولو ښکاره نقض او په سيمه کې د کړکيچ د لا پېچلتیا لامل دی، چې د منځني ختیځ او د سيمي د ټولو هېوادونو امنيت او ثبات یې عملاً له جدي خطر سره مخ کړی دی.

Trending

Exit mobile version