سیمه ییز خبرونه

د یمن حوثي یاغیانو په سره بحیره کې د تېلو پر لېږدوونکې کښتۍ توغندیز برید وکړ – امریکا

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۱, ۱۴۰۲)

د امریکا پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یمن حوثي یاغیانو په سره بحیره کې د تېلو پر یوې سوداګریزې کښتۍ یو کروز توغندی توغولی دی.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې؛ له دې بریده اور لګېدنه رامنځته شوې، خو مرګ او ژوبله نه‌لري.

دغې رسنۍ د یوه امریکايي چارواکي د څرګندونو له مخې په داګه کړې؛ د تېلو لېږدونکې دا سټریندا کښتۍ د بابلمندب تنګي د شمالي لوري په ۱۱۱ کیلومترۍ کې پر نښه شوې، چې سره بحیره او د عدن خلیج سره نښلوي.

یادې سوداګریزه کښتۍ د ناروې بیرغ لېږداوه او د همدې هېواد له یوه شرکت سره یې تړاو درلود.

د امریکا اردو ویلي: د برید په وخت کې د امریکا کومه کښتۍ لیدل شوې نه‌وه؛ خو د امریکا د سمندري ځواکونو یوې جنګي کښتۍ د سټرینډا M/T غوښتنې ته بېړنی ځواب ورکړ او دا مهال مرستې چمتو کوي.

د شنبې پر ورځ حوثیانو اعلان وکړ؛ دوی به ټولې هغه کښتۍ پر نښه کړي، چې اسرائیلو ته ځي. پرته له دې، چې د دوی تابعیت ولري.

دې ډلې نړیوالو بار‌وړونکو شرکتونو ته خبرداری ورکړی، چې له اسرائیلو سره له سوداګریزو معاملو ډډه وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، دا اوس هم څرګنده نه‌ده، چې سټریندا له اسرائیلو سره کومې اړیکې درلودې.

Trending

Exit mobile version