تازه خبرونه

د یوتیوب کاروونکیو لپاره د اسلامي امارت نوې کړنلاره بشپړه شوه

Published

on

(Last Updated On: تله ۵, ۱۴۰۲)

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو او نشراتو مرستیال مهاجر فراهي څرګنده کړې، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په يوتيوب کې د ګډوډۍ او بېنظمۍ د مخنيوي لپاره خپله کړنلاره بشپړه کړې ده.

نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دغه وزارت د یوتیوب کاروونکیو ته د کار جوازونو د وېش بهیر پیل کړی او هر هغه څوک، چې غواړي په دې برخه کې هڅې تر سره کړي؛ باید د جواز د تر لاسه کولو لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته ورشي او کاري جواز واخلي.

مهاجر فراهي وايي: له دې کړنلارې سره به خپرونې معیاري شي او هغه خپرونې به بندې شي، چې د اسلامي اصولو، د خلکو د دود او فرهنګ او د هېواد د ګټو خلاف وي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دې کړنلارې له پلي کېدو سره به د نامسلکي کسانو مخه هم ونيول شي او هغه کسان، چې په يوتيوب کې کار کوي بايد لږ تر لږه له ژورناليزم څخه فارغ وي او يا هم په‌دې برخه کې پوره کاري تجربه ولري.

هغه وايي: مونږ به هیچا ته اجازه ورنه‌کړو، چې د وزارت له اجازې پرته په دې اړه کې خپرونې او هڅې ولري.

مهاجر فراهي دا هم ویلي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هېواد کې له ټولو رسنیو او یوتیوب چینلونو څارنه کوي.

هغه څرګندوي: هرڅوک، چې د اصولو خلاف عمل وکړي؛ احضار او پوه به‌شي.

هغه زیاته کړې؛ هیڅ شخص یا خیریه بنسټ ته به اجازه ورنه‌کړ شي، چې د اړمنو خلکو له احساساتو ناوړه ګټه پورته او یا د هغوی عزت ته سپکاوی وکړي.

فراهي وايي؛ د وزارت له دې کړنلارې موخه دا ده، چې د ژورناليستيکي معيارونو له کارولو سره د خلکو ستونزې تر دولت پورې ورسول شي او هم خلکو ته د نظام د پيغام رسولو په برخه کې کار وشي؛ نود یوتیوب کاروونکي اړ دي، چې په رښتيا هم بنسټیز کارونه ترسره کړي.

مهاجر فراهي ویلي؛ اسلامي امارت دنده لري، چې د نشراتو په برخه کې لازم اصلاحات رامنځته او خلکو ته داسې خپرونې وړاندې شي، چې ور سره مرسته وکړي.

Trending

Exit mobile version