تازه خبرونه

د یوناما او ا.ا استازیو د بشري مرستو پر همغږه کولو خبرې وکړې

Published

on

Last Updated on: غویی ۲۱, ۱۴۰۱

د ا.ا د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي تېره ورځ په ارګ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې ډیبرا لاینز او ​​د هغې له مرستیالې رامز الاکبروف سره وکتل.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ویلي؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د بشري مرستو د پوره همغږۍ او رڼښت په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني څرګنده کړې: میرمن ډیبرا لاینز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د اړوند ادارو د فعالیتونو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو پر مهال د ملګرو ملتونو له مرستندویه ادارو څخه د ستونزو د اوارۍ، پوره همغږۍ او د اړوند وزارتونو له یوې ډلې سره د ګډې ناستې غوښتنه وکړه، چې بشردوستانه مرستې اړمنو کسانو ته آسانه ورسیږي.

د ښاغلي سمنګاني په وینا، ښاغلي حنفي د غونډې د جوړېدو هرکلی وکړ، چې له مخې به یې مستحقینو ته د بشري مرستو په شفافه رسولو کې مرسته وشي او د اسلامي امارت او مرستندویه ادارو ترمنځ یې د لا زیات تفاهم او همغږۍ لپاره اړینه وبلله.

دغه راز ملا عبدالسلام حنفي د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې وروستیو سېلابونو ته په نغوته کې، چې افغانانو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي؛ له زیانمنو شویو سره د نورو ډېرو مرستو غوښتنه وکړه او همداراز یې ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت د نشه یي توکو کښت او قاچاق بند کړی؛ ملګري ملتونه دې په دې اړه له افغان بزګرانو سره د بدیل کښت پر لارو چارو مرسته او همکاري وکړي.

سمنګاني زیاته کړې؛ د غونډې په پای کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او مرستیالې یې له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې د همغږۍ او تفاهم د رامنځته کولو لپاره د ملګرو ملتونو ټولنې پر اړتیا ټینګار کړ.

Trending

Exit mobile version