Connect with us

تازه خبرونه

د یوناما مشرې د افغانستان په اړه د قزاقستان له چارواکو سره وکتل

د یوناما مشره اوسمهال د یوه پلاوي پر مشرۍ په قزاقستان کې ده او ټاکل شوې، چې په “آستانه نړیوال فورم” کې، چې د روانې میاشتې غبرګولي اتمه او نهمه/ د می نهه ویشتمه او دېرشمه ترسره کیږي، ګډون وکړي.

خپور شوی

د

Kazakhstan meeting

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا او د مخدره توکو او جرمونو په اړه د دې بنسټ سیمه‌ییز دفتر استازي الیور سټولپ د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال آکان رخمتولین سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت په یوه رسنیزه خبرپانه کې ویلي، چې په دې غونډه کې “ثبات، دوامداره پراختیا او په افغانستان کې د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه” د بحث مهم موضوعات ول.

د یوناما مشره اوسمهال د یوه پلاوي پر مشرۍ په قزاقستان کې ده او ټاکل شوې، چې په “آستانه نړیوال فورم” کې، چې د روانې میاشتې غبرګولي اتمه او نهمه/ د می نهه ویشتمه او دېرشمه ترسره کیږي، ګډون وکړي.

یوناما تر اوسه د غونډې او بحثونو په اړه څه ندي ویلي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي: “دواړو خواوو د روغتیا، تعلیم، بېخبناوو او کارموندنې په برخو کې د ثبات او دوامداره پراختیا په برخه کې د یوناما او د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو له دفتر سره د قزاقستان د همکاریو او همدارنګه په الماتا کې د مرکزي آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د دوامداره پراختیایي اهدافو لپاره د سیمه‌ییز مرکز د پرانستلو په چوکاټ کې پر احتمالي ګډو پروژو پراخ بحث وکړ.”

د قزاقستان د بهرنیو چارو لومړي مرستیال په غونډه کې یادونه وکړه، چې د هغه هېواد په دوامداره توګه افغانستان ته بشري ملاتړ چمتو کړی او د خوړو، اړینو توکو، درملو رسولو او همدارنګه په تعلیمي پروژو کې مرسته تر سره کړې ده.

د یادونې ده، چې په دې سیمه‌ییزه غونډه کې به د افغانستان پر وضعیت او مسایلو تمرکز وشي.

تازه خبرونه

د اوبو او انرژي وزیر د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له چارو لیدنه وکړه

د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د اوبو او انرژي وزیر تخار ولایت ته په خپل دې سفر کې د دشت‌کلا ولسوالي له آی‌خانم بندر څخه د لیدنې پر مهال  اړوند مسوولانو ته ویلي، چې په دې برخه کې دې هم د تحکیماتو پروژې چارې پیل شي.

Published

on

د اوبو او انرژي وزیر محمد یونس آخوندزاده او مرستیال یې مجیب‌الرحمن عمر آخوندزاده تخار ولایت ته په سفر کې د پنج آمو سیندیزې حوزې د عمومي ریيس اسدالله حامد پر ملتیا؛ د تخار ولایت په ینګي‌کلا ولسوالي کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژې د چارو له بهیر لیدنه وکړه او اړوند مسوولانو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د اوبو او انرژي وزیر تخار ولایت ته په خپل دې سفر کې د دشت‌کلا ولسوالي له آی‌خانم بندر څخه د لیدنې پر مهال  اړوند مسوولانو ته ویلي، چې په دې برخه کې دې هم د تحکیماتو پروژې چارې پیل شي.

دغه راز د اوبو او انرژي وزیر د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالي کې د کښتنۍ کوکچې د اوبو ګرځولو بند له سیمې څخه هم لیدنه کړې او د سپین‌زر شرکت د مسوولانو هغه طرحه یې وارزوله، چې له کوکچې څخه دې اوبه د کندوز ولایت ابدان دښتې ته ولېږدول شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د استاذ شیخ الحدیث مولانا محمد ادریس شهادت نه جبرانیدونکې ضایعه ده – اسلامي امارت

د خواخوږۍ او خواشینۍ په دې پیغام  کې پر نوموړي دا برید پر سختو ټکو غندل شوی او د علماء کرامو په شهادت رسول یې د اسلام او علماؤو د دښمنانو کار بللی دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له‌خوا په خپاره شوي پیغام کې راغلي: د پېښور د اکوړه خټک د دارالعلوم حقانیه مدرسې مشر شیخ الحدیث مولانا محمد ادریس  پر شهادت رسول شوی دی.

د خواخوږۍ او خواشینۍ په دې پیغام  کې پر نوموړي دا برید پر سختو ټکو غندل شوی او د علماء کرامو په شهادت رسول یې د اسلام او علماؤو د دښمنانو کار بللی دی.

په دې پیغام کې د نوموړي جید عالم او د زرګونو علماؤو د استاذ شهادت د ټول علمي کهول، علماء کرامو او اسلامي نړۍ لپاره یوه ستره او نه جبرانیدونکې ضایعه بلل شوې ده.

 پاکستاني رسنیو د پولیسو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې پر نوموړي ډزې د ناڅرګندو وسلوالو له‌خوا ترسره شوي او وسلوالو له سیمې تېښته کړې؛ خو لټون یې روان دی.

د راپورونو له مخې؛ پر مولانا محمد ادریس د ډزو پېښه سهار مهال د چارسدې ولسوالۍ په اتمانزو سیمه کې رامنځته شوې او په دې پېښه کې دوه پولیس هم ټپیان شوي دي.

د مولانا محمد ادریس د جنازې لمونځ به نن( سې‌شنبه د غویي پېنځلسمه / د می پېنځمه) د مازیګر ۵:۳۰ د هغه په ​​پلرني کلي( د چارسدې تورنګزيو) کې ادا او خاورو ته وسپارل شي.

ویل کیږي، چې مولانا محمد ادریس د حدیثو په اړه د لکچر ورکولو لپاره دارالعلوم اتمانزو ته روان و، چې دا خونړۍ پېښه رامنځته شوه.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان روغتیا وزارت یو کاري پلاوي روسیې ته سفر وکړ

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه سفر موخه د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه‌ اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د خوړو او درملو برابرول، تنظیم او په ځانګړي توګه افغان سوداګرو ته د معیاري، خوندي او د باور وړ درملو او خوراکي توکو د وارداتو لپاره اغېزمنې آسانتیاوې رامنځته کول ښودل شوي دي.

Published

on

د روغتیا وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دې وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد اوورسره  مل پلاوي یې افغان سوداګرو ته د درملو واردولو په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو لپاره روسیې ته سفر کړی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه سفر موخه د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه‌ اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د خوړو او درملو برابرول، تنظیم او په ځانګړي توګه افغان سوداګرو ته د معیاري، خوندي او د باور وړ درملو او خوراکي توکو د وارداتو لپاره اغېزمنې آسانتیاوې رامنځته کول ښودل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دې سفر کې به یاد پلاوی د روسیې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیمي ادارو له مسوولانو سره خبرې وکړي او هم به د معیارونو همغږۍ، د ثبت بهیر د آسانتیا، د کیفیت کنټرول میکانیزمونو ښه‌کېدا او د اغېزمنو همکاريو د چوکاټونو جوړولو په اړه هر اړخیز بحثونه ترسره شي.

په خبرپاڼه کې راغلي:« د روسیې د درمل جوړولو معتبرو شرکتونو څخه لیدنه، د تولیدي ظرفیتونو ارزونه، د درملو د تولید او کیفیت کنټرول د دې سفر نورې موخې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!